د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د افغانستان په شمال کې د ځینو ولسوالیو سقوط او د خلکو اندیښنې


د افغانستان په شمال کې یو پربل پسې د ولسوالیو له سقوط وروسته، د ولسي جرګې یو شمېرغړي او عام خلک اندېښمن دي او وايي، که حکومت جدي پام ونه کړي امکان لري نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

د تېرې شنبې په شپه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ او د یکشنبې په ورځ ناوخته د دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېدلې او همدا رنګه نږدې دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان دیمګان ولسوالۍ هم وسله والومخالفینو نیولې وه.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندز د دوو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره سیمې ته تازه دمي سرتیري رسېدلي، خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي اندېښنه ښکاره کوي او وايي، که حکومت د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه ډب نه کړي امکان لري هغه ولسوالۍ هم سقوط وکړي چې له پراخو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په ولسي جرګه کې د کندزاستازې شکریه پیکان وايي، د کندزامنیتي له جدي ګواښ سره مخ دی، یو پر بل پسې د ولسوالیو سقوط په مسقیم توګه د کندزمرکز ته ګواښ متوجې کړی:

((کندزپه ناړه امنیتي وضعیت کې ده، ولسوالۍ یې یو پر بل پسې سقوط کوي چې له دې سره کندز هم سقوط کوي، که چېرې کندز سقوط وکړي د هېواد شمال ختیځ سقوط کوي، چې بلاخره ټول افغانستان سقوط کوي.))

په ولسي جرګه کې د تخاراستازی قدرت الله ذکي وايي، د کندزد دوو ولسوالیو له سقوط وروسته د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ او د دې ولایت ځینې سیمې هم له سقوط سره مخ دي:

((پرون چې د چهار درې ولسوالۍ سقوط وکړ، زه باید دا ووایم چې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ او د دې ولایت ځینې نورې سیمې هم سقوط کوي.))

بل خوا د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ هم له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفانو له خوا تر کلکې محاصرې لاندې ده.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکېل وايي که یادې ولسوالۍ ته د سرتیرو مرسته ونه رسیږي لرې نه ده چې یاده ولسوالۍ به هم د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېږي:

((لوګر د ازرې ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده، حکومت ته پکار دي چې د دې لپاره جدي تدابیر ونیسي، څو ولس له امنیتي ګواښ څخه خلاص شي.))

د دفاع وزارت مسوولین وايي چې دا مهال د بدخشان ولایت د جرم او وردوج، د کندز امام صاحب، د فاریاب ولایت د غورماچ او بالامرغاب او همدارنګه د ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې وسله والو مخالفینو د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ ونیوله، خو یاده ولسوالۍ د یکشنبې په ورځ بېرته د حکومت تر کنترول لاندې راغله.

د کورنیوچارو وزارت وايي چې د کندزد چهاردره او دشت ارچي ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره له کابله کندز ته تازه دمي سرتیري رسېدلي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډيوته وویل، په کندزکې د وسله والو مخالفانو د پرمختګ د مخینوي لپاره د چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو ته نږدې سیمې تصفیه شوې دي:

((موږ د دښمن د پرمختګ د مخنیوي لپاره په لومړی سر کې یادو ولسوالیو ته ورڅیرمې سیمې تصفیه کړې د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره له کابله او نورو ولایتونو څخه تازه دمي سرتیري سیمې ته استولي شوي دي د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړ پوړي غړي د کندز په ولایت کې دي، په یوه عملیاتي پلان کار کوي د دې لپاره چې امنیتي ځواکونو او عامو خلکوته تلفات وانه وړي موږ غواړو د بېرته نیولو عملیات په دقت سره ترسره کړو.))

د چاروکارپوهان په دې باوردي چې په امنیتي ادارو کې کمزوري او ناتواني د دې لامل شوې چې افغان ځواکونه دفاعي حالت غوره او حکومت یوشمېرسیمې له لاسه ورکړي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، په شمال کې د ولسوالیو د سقوط مهم لامل د حکومت خپل منځي اختلاف دی:

((هغه ولایتونه چې ولسوالۍ یې له لوړ ګواښ سره مخ دي او یا دښمن په کې تحرکات لري په هغوی سیمو کې باید د سوق او ادارې واحد مرکزونه جوړ شي، د کورنیو چارو او دفاع وزارت باتجربه جنرالان په کې جګړې له نږدې زیانمنې سیمې په نښه او وڅاري او همدارنګه په مناسب وخت کې سرتېرو ته د جګړې قومانده ورکړي.))

بل خوا د پوځي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې په جګړه کې پرمختګ او شاته تګ معمولي تکتیک دی، خو سپارښتنه کوي هغه ولسوالۍ چې د سقوط له خطر سره مخ دي، باید لازم تدابیر ورته ونیول شي.

هغوی وايي، چې لومړی باید امنیتي ارګانونه په ټول هېواد کې د لوړې کچې ګواښونه وڅیړي او د هغوی په اساس لازم تدابیر او کوټلي اقدامات تر سره کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG