د ملي شورا مخې ته تر موټر بم چاودنې ورسته د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته پای ته ورسېده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش آزادي راډیو ته وویل چې لومړي چاودنه د ملي شورا له ودانۍ څخه بهر شوې او وروسته څو تنه وسله والو په یو نیم کاره ودانۍ کې ځای ونیوی او له هغه ځایه ډزې پیل کړې.
دانش وايي، د ملي شورا استازو ته زیان نه دی رسیدلي او د جرګې استازي خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوی وه؛ نن دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزي د ولسمشر د دوهم مرستیال له لورې ولسي جرګې ته معرفي شي.
دا راپورنو له مخې په سیمه کې د اتو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
چارواکو د پېښې د تلفاتو په اړه جزیات نه دي شریک کړي.
پخواني معلومات:
د ملي شورا د دروازې مخې یې ته اوس هم نښته جریان لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش آزادي راډیو ته وویل چې لومړۍ چاودنه د ملي شورا له دوانۍ نه بهر شوې ده؛ خو د ملي شورا استازو ته زیان نه دی رسېدلی او استازي خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
ویل کیږي چې په سیمه کې اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه؛ نن د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزی د ولسمشر د دوهم مرستیال له لورې ولسي جرګې ورمعرفي شي.
ویل کیږي چې اوس مهال د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته روان ده.
د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
نور جزیات وروسته وړاندې کږي.
پخواني معلومات:
په کابل کې نن سهار د ملي شورا ودانۍ ته نژدې ګڼې چاودنې شوې دي، چې ورسره د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.
لا څرګنده نه ده چې په دې پېښه کې څومره زيانونه او تلفات اوښتي دي.