د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ وسله والو مخالفانو ونیوله


د کندز د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي ازادي راډیو ته وویل چې د دوشنبې سهار مهال دغې ولسوالۍ سقوط وکړ او دم ګړۍ وسله وال مخالفان پر ولسوالۍ حاکمیت لري.

ولسوال زیاته کړه چې تېره شپه وسله والو مخالفانو د دې ولسوالۍ پر مرکز باندې پراخه بریدونه ترسره کړل او دې ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه ونه رسیدل چې له کبله یې سقوط وکړ:

((هو د دشت ارچي ولسوالۍ نن دوشنبې سهار ۸ بجې یې سقوط وکړ او اوس د طالبان په لاس کې ده.))

د نصرالدین سعدي په وینا چې پرته د نوموړي ولسوالۍ له مرکزه، د دشت ارچي ولسوالۍ ۹۰ سلنه خاوره له دوه کالو راهیسي د وسله والو مخالفانو په کنتړول کې وه.

بلې خوا ته په مشرانو جرګه کې د کندز د خلکو استازې مولوي عبدالله قرلق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کندزد سیمه ییزو چارواکو د نه همغږۍ له وجې د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط وکړ او یو شمېر نورې ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي:

((د دشت ارچي ولسوالۍ د امنېي قوماندان له طالبانو سره لاس درلود چې بالاخره دغې ولسوالۍ سقوط وکړ، شاید چې د امنېي قوماندان کومه پټه معامله کړې وي.))

قرلق زیاتوي چې د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندانپه یادو ناامینو کې لاس او یاده ولسوالۍ یې پرته له جګړې وسله والو طالبانو تسلیم کړي چې وروسته خپله د تخار خواجه غار ولسوالۍ ته تښتیدلي دی.

وموغوښتل چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د امنېي قوماندان نظرهم واخلو خو بریالي نه شوو.

بلې خوا ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفانو ویاند معرفي کوي، هغه وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ اوس مهال د طالبان په کنټرول کې ده.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د کندزچهار درې ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړې وه چې اوس هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

راپور: اجمل ارین- کندز

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00
مستقیم لېنک

پخوانی:

د کندز دشت ارچي ولسوالي نن سهارد طالبانو لاس ته ولویده.

دا خبره د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي ازادي راډيو ته وکړه او ویې ویل چې وسله والو مخالفینو له تیرو دوو ورځو راهیسې د دغې ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړي و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا منلې چې دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

دوه ورځې مخکې د کندزچاردره ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لویدلې وه.

XS
SM
MD
LG