د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

اردوغان: سیاسي ګوندونه دې ژر د ائتلافي حکومت پر جوړولو سلا شي


د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې که سیاسي ګوندونه د نوي ائتلافي حکومت پر جوړېدو ژر تر ژره موافقه ونه کړي نو ښايي دوهم ځل انتخاباتو ته اړتیا پېښه شي.

رجب طیب اردوغان وویل، که سیاستوال کومې نتیجې ته ونه رسېږي نو خلک باید دا ستونزه حل کړي چې د څارونکو په باور اشاره یې احتمالا دوهم ځل انتخاباتو ته وه.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې په ګاونډیو هېوادونو کې بې ثباتۍ ته اشاره وکړه او له سیاسي ګوندونو یې وغوښتل چې ډېر ژر د یوه ائتلافي حکومت پر جوړولو سره جوړ شي.

اردوغان وویل، ترکیه چې د اور یوه کړۍ ترې راچارپېره ده، باید له دې زیانونو د ژغورنې لپاره ځواکمنه وي څو له خپلو وروڼو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې له انتخاباتو وروسته دوره نوره نو باید پای ته ورسېږي.

په ترکیه کې شاوخوا دوه میلیونه کډوال چې په سوریه کې د جګړې له کبله بې ځایه شوي استوګنه لري.

اردوغان د ولسمشر بشارالاسد له منتقدانو څخه دی خو په عین حال کې د هغو پرمختګونو له کبله هم اندېښنه لري چې د سوریې کردانو د ترکیې سرحد ته نژدې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره په جګړو کې ترلاسه کړي دي.

د عدالت او پرمختګ ګوند AKP چې اردوغان یې بنسټ ایښی دی او ده د ولسمشر په توګه د انتخابېدو تر وخته د هغه مشري، کوله د جون د اومې په انتخاباتو کې په پارلمان کې قاطع اکثریت له لاسه ورکړ او له دې سره په ترکیه کې د تېرې څه باندې یوې لسیزې یو ګونديز حاکمیت هم پای ته ورسېد.

اردوغان هیله لرله چې د یوې بلې دورې لپاره د AKP د حاکمیت له دوام سره به د ولسمشرۍ یو باصلاحیته او ځواکمن مقام رامینځ ته کړای شي.

د عدالت او پرمختګ د ګوند ځینو چارواکو په خصوصي ډول ویلي ښايي اردوغان په دې نظر وي چې د دوهم ځل انتخاباتو له لارې به د ده ګوند په پارلمان کې د قاطع اکثریت په ګټلو بریالی شي او دی به وکولای شي د ولسمشر د واکونو په اړه خپل پلان عملي کړي.

په پام کې ده چې د پارلمان غړي د سه شنبې په ورځ لوړه وکړي او وروسته به اردوغان AKP ګوند ته چې اکثریت رایې یې ګټلی خو په پارلمان کې قاطع اکثریت نلري، په راتلونکو ۴۵ ورځو کې دننه د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپاري.

اردوغان پرون د سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ښايي دا جریان د اګست میاشتې تر نیمايي دوام وکړي. د ده په وینا ترکیه دومره وخت نشي ضایع کولای نو ځکه باید یو ائتلافي حکومت ژر ترژره جوړ شي.

اردوغان وویل، که سیاستوال کومې نتیجې ته ونه رسېږي، نو هغه وخت یوازې خلک دا ستونزه حل کولای شي چې په غالب ګومان د ده اشاره احتمالا دوهم ځل انتخاباتو ته وه.

د اردوغان مخالفین پر ده تور لګوي چې د ائتلاف د جوړېدو په مسئله کې لاسوهنه کوي.

د ترکیې د اساسي قانون له مخې ولسمشر باید په دې مسایلو کې بېطرفه وي خو اردوغان د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG