د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

م.م: ولسمشر غني دې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه وټاکي


ملګروملتونو له ولسمشراشرف غني څخه غوښتي دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه وټاکي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مشرتابه هیات پرون په دې اړه له ښاغلي غني سره بحث وکړ او سلا مشورې یې ورکړې.

افغان ولسمشر له دې مخکې ویلي و، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه اعلان شي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې ټاکل، د انتخاباتو لګښت، د هېواد په انتخاباتي نظام کې اصلاحت او پر انتخاباتو د خلکو اعتماد هغه مهم مسایل و چې پرون د ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د ملګروملتونو د چارواکو په کتنه کې بحث پرې وشو.

دا کتنه د ولسمشرغني د غوښتنې له مخې په ارګ کې ترسره شوه. جمهوري ریاست وايي، د ملګروملتونو دې چارواکو چې د انتخاباتو په اړوندو مسایلو کې تجربه لري د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل چې یو په کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې ټاکل و.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور معلومات ورکړل:

((دوی ټینګار وکړ چې باید داسې یوه نېټه اعلان شي چې عملي وي، خلک اعتماد وکولای شي او ډېر ونه ځنډېږي.

د هغو له خوا کومه مشخصه نېټه یاده نشوه چې باید انتخابات پکې ترسره شي، ځکه چې دا بهیرافغاني دی، مسوولیت د افغانستان دی او هغو خپلې مشورې د هغو تجربو پر بنسټ چې لري یې واورلې.))

ولسمشرغني د ولسي جرګې د کار د دوام له پیل سره په یوه وخت کې وویل، په راتلونکې یوه میاشت کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه وټاکل شي.

په کابل کې د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو چارواکو همدا رازافغان ولسمشر ته وړاندیز وکړچې د یو ځانګړي میکانیزم له مخې په دې انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیول کېدای شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند وايي، ښاغلي غني هم د شفافو او عادلانه انتخاباتو پر اړتیا ټینګار وکړ:

((هغه څه چې افغان ولسمشر په ډاګه کړه دا و چې افغانان د چارو د پرمخ بیولو مسوولیت لري، غواړي انتخابات په خپل وخت ترسره شي او د رای ورکوونکو لپاره د منلو وړ وي.))

په انتخاباتي نظام کې اصلاحات د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د موافقې یوه مهمه برخه وه.

د ملګروملتونو مسوولو چارواکو له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې د انتخاباتي کمیسیونونو په مهمو څوکیو کې مقررۍ ممکنې دي. ولسمشرغني ټینګار کړی دی چې په انتخاباتي نظام کې هر راز اصلاحات به د انتخاباتي کمیسیونونو او نورو بنسټونو د وړاندیز او د خلکو له موافقې سره سم راځي.

جمهوري ریاست له دې مخکې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو اړتیا د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ځنډ یو علت بللی.

د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې انتخابات باید د ولسي جرګې د کار له پای ته رسېدو مخکې د دېرشو او شپېتو ورځو ترمینځ موده کې ترسره شي.

د اساسي قانون په ۸۳ ماده کې همداراز ویل شوي دي چې د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ یا سرطان په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته پای ته رسېږي، خو ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د اعلان تروخته د اوسنۍ جرګې د کار د دوام خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG