د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

مشرانو جرګې د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي خبرداری ورکوي؛ که چېرې د هېواد امنیتي وضیعت ته پام و نه شي؛ نو د کندز د چهاردرې ولسولۍ په څېر به نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

د وسله والو مخالفانو له لوري د کندز د چهاردرې ولسوالۍ له نیولو وروسته دا مهال د مشرانو جرګې غړي وایي؛ که حکومت د امنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره جدي اقدام و نه کړي؛ لرې نه ده چې د هېواد یو شمېر نورې ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې تر ډېره سناتورانو د هېواد د امنیتي وضیعت د خرابېدو په اړه خبرې وکړې او د هېواد امنیتي وضیعت یې د اندېښنې وړ وباله.

سناتور لطف الله بابا هم له هغو سناتورانو و چې د کندز ترڅنګ د ننګرهار له امنیتي وضیعت څخه هم اندیښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل چې داعش ډله دا مهال په ننګرهار کې د خپل حضور د پراخېدو په هڅه کې دی:

((په ټول هېواد کې امنیتي وضیعت دا مهال ډير خراب دی؛ د ننګرهار تقریباً په پنځه لسو ولسوالو کې داعش حضور لري؛ که چېرې په دې اړه حکومت اقدام ونه کړي؛ نو د ننګرهار ولسوالۍ به د کندز په څير سقوط وکړي چې مخنیوی به یې ګران وي.))

له دې سره سناتور زلمي زابلي بیا د مشرانو جرګې غړو ته وړاندېز وکړ چې پرداسې یوې طرحې کار وکړي چې په دې اړه اساسي حل پیدا شي:

((له دې حکومت څخه د امنیت د راوستو لپاره توقع کول دا به نوره زموږه تېروتنه وي؛ راشئ چې پر یوې داسې طرحې کړو چې مستقیماً له امریکا او پاکستان سره کېنو او په دې اړه ورسره خبرې وکړو.))

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تېره شپه د کندز د چهاردرې ولسوالي وسله والو مخالفینو ونيوله.

د دې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي چې پر دې ولسوالۍ له وړمې شپې د وسله والو بريدونه روان وو چې اخر تېر ماښام د وسله والو لاس ته ورغله.

له بلې خوا د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار بیا د جرګې د اکثرو غړو د څرګندونو له اورېدو وروسته له حکومت څخه وغوښتل چې هېواد د امنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره جدي هڅې وکړي:

((د مشرانو جرګې د عمومي مجلس غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د بېرته نیولو اعلان وکړي او د هېواد د نورو ولایتونو امنیتي وضیعت د خرابېدو لپاره جدي اقدام وکړي.))

خو د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان ځواکونه د وسله والو مخالفانو د حملو د مخنیوي توان لري او تر ډيره د حملو مخنوی کړی.

له دې سره د چارو یو شمېر کارپوهان او عام خلک د ملي وحدت د حکومت له مشرانو غواړي چې ملي ګټو ته په پام سره اختلافونه یوې غاړې او د هېواد د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG