د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

بېځایه شوي افغان کډوال په روژه کې مرستې غواړي


بېځایه شوي افغان کډوال په روژه کې مرستې غواړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

په افغانستان کې د وروستیو ناامنيو له وجې په زرګونو کورنۍ اړې شوی خپلې سیمې پرېږدي او امنو ځایونو ته کډه شي. چا کورونه وموندل، خو چا په شاړه دښته کې خیمې ودرولې. دوی په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنيو اسانتیاوو څخه بې برخي دي. ماشومان یې د تن لپاره کالي، د پښو لپاره څپلۍ او د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري. د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د دغو کډوالو او بېځایه شویو ځینو خیمو ته ورغلی او دا ویډیويي راپور یې چمتو کړی دی.‎

XS
SM
MD
LG