کندهار: مظاهره چيانو له ISI سره د تفاهم ليک د فسخ کېدو غوښتنه وکړه
په کندهار ولايت کې د ولايتي شورا په مشرۍ د يوې غونډې او مظاهرې برخوالو ادعا وکړله چې ولسمشر له پاکستان سره استخباراتي تفاهم لاسليک کړی دی او د ژر لغوه کيدو غوښتنه يې وکړه. خو ولسمشر غني تېره اوونۍ کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دې تفاهم ليک لاسليک کول هسې ادعا وبلله او زياته يې کړه چې تر اوسه دغه تفاهم لیک د کاغذ پر مخ دى او لاسليک شوی نه دى. محمدصادق رښتینی له کندهاره راپور لري