د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د م.م امنیت شورا پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې خپله پریکړه ځنډوي


په داسې حال کې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ یوی نهایي موافقې ته د رسیدو لپاره څه کم دوه اونۍ پاتې دي؛ یوشمېرغربي چارواکو ویلي چې که تردغې نېټې یوه هراړخیزه موافق ترلاسه هم شي؛ پرایران به د ملګروملتونو بندیزونه سمدستي لیرې نه شي.

لویدیځ چارواکي وایي، که د ایران او د نړی د قدرتونو ترمنځ اټومي موافقه وشي؛ د ملګروملتونو امنیت شورا به پر ایران د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې خپله پریکړه لږترلږه یوه میاشت شاته وغورځوي؛ ترڅو په دې موده کې د امریکا کانګرس وکولی شي؛ دغه موافقه وڅیړي.

د رویټرز خبری آژانس د راپورله مخې یوشمېر چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې آژانس ته وویل چې دا د ایرانیانو لپاره چندان ښه خبره نه ده؛ خو له سیاسي پلوه دې شي ته اړتیا ځکه ده چې د امریکا کانګرس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي؛ پر ولسمشر بارک اوباما چې هڅه کوي له ایران سره یوه موافقه ترلاسه شي؛ انتقاد کړی دی.

د امریکا کانګرس نه غواړي چې په دې برخه کې د ملګروملتونو د امنیت پنځلس کسیزه شورا لومړی خبره وکړي.

دغو چارواکو وویل چې کانګرس په دې اړه څیړنه کوي چې ایا یو احتمالي تړون به چې پر ایران د بندیزونو لیرې کول یقیني کوي او تهران هم په بدل کې خپل حساس اټومي فعالیتونو بندوي؛ د دې ضمانت وکړي چې دا هېواد به لږترلږه د یوې لسیزی په مخه دغه فعالیتونه بندوي.

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې داسې ښکاري چې بله لاره نه شته؛ که موږ خوښ یو یا نه یو دا باید ومنو.

ایران غواړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د یوه تړون له لاسلیک کېدو سره سم پردې هېواد د ملګروملتونو له لوري لګول شوي ټول بندیزونه لرې شي.

ایران او د نړۍ شپږقدرتونه، امریکا، فرانسه، بریتانیا، چین روسیه او جرمني ترټاکلې نیټې یانې د روانې جون میاشتې تر دېرشمې پورې باید یوه نهایي موافقه ترلاسه کړي؛ خو لویدیځ چارواکو ویلي چې ښایي خبرې جولای میاشتې ته وغځیږي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما تیره میاشت یوقانون توشیح کړ چې له مخې یې مخکې له دې چې نوموړی پرایران د کانګرس له خوا لګول شوي بندیزونه وځنډوي؛ کانګرس ته دیرش ورځې وخت ورکول کیږي چې له ایران سره پریوې احتمالي موافقې غور وکړي؛ هغه هم په دې شرط چې که کانګرس ته دغه موافقه د جولای تراتمې نیټې وسپارل شي؛ که نه له هغه وروسته بیا کانګرس د څیړنې لپاره دوه میاشتې وخت لري.

XS
SM
MD
LG