ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې، د افغانستان جمهور رئیس له پاکستان سره سوله غواړي – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یې راغلي:
د افغانستان جمهوررئیس په دې نظردی چې سوله له ورور سره نه، بلکه له هغو کسانو سره باید وشي چې په جګړه کې ښکیل وي.
په دې توګه جمهور رئیس غني ښیې چې هېواد یې له پاکستان سره په جګړه کې ښکیل دی.
ورځپاڼه لیکي:
جمهوررئیس اشرف غني کندهارته د سفر پرمهال وویل، افغانستان باید له پاکستان سره د سولې خبرې پيل کړې ترڅو طالبان د سولې د خبرو میزته کینوي.
ایکسپرس ټربیون د جمهوررئیس اشرف غني د خبرو په دوام کې لیکي:
د پاکستان له استخباراتي ادارې(ای ایس اي) سره د تفاهم لیک د لاسلیک په اړه اوازې خپریږي، خو دا سند به څیړل کیږي او یوازې له خلکو سره له مشورو وروسته به لاسلیک شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د باګرام هوایي اډې باندې د توغندیو حملې ته اشاره کړي او په یوه مضمون کې لیکي:
د باګرام اډه چې یو وخت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عملیاتې مرکز و او د شاوخوا امنیت یي ډیر ټینګ نیول شوی و، دوه ځلي پرې د توغندیو حمله شوې ده.
د چهارشنبې د سهارحملې مرګ ژوبله نه درلوده او مالي زیان یي هم ندی اړولی.
نیویارک ټایمز زیاتوي، د دوشنبې د ورځې حمله کې د امریکا د دفاع وزارت یو ملکي کارکونکی، ۵۴ کلن کریسي دیویس وژل شوی و.