په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې افغان چارواکي د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان له ژمنو زړه ماتي ښکاري، د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز يوځل بيا پردې خبرې ټينګار کړى چې پاکستان په پرله پسې توګه د افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او بيارغونې ملاتړ کوي.
عزيز يوځل بيا دا خبره تکرار کړې، چې امن او باثباته افغانستان د سيمې په ځانګړې توګه د پاکستان د سياسي ثبات او سولې لپاره ډېر مهم دى او په خبره يې:
((افغانستان نه يواځې له دې امله د پاکستان لپاره ډېراهميت لري چې دواړه هېوادونه ګډه اوږده پوله او ګډ قامي مشترکات لري، بلکې د پاکستان د داخلي امنيت او د سيمې د ټولنيز و اقتصادي پرمختګ لپاره هم باثباته افغانستان ډېر ضروري دى.))
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې د سيمه ييزې سولې او افغان ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز يوې ګډې غونډې ته د وينا پرمهال کړي.
په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدا وروسته، پاکستان و افغانستان د پخوا په پرتله نزدې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو راشه درشه هم ډېره شوې ده.
په دې وروستيو کې د پاکستان استخباراتي ادارې ISI او د افغانستان د ملي امنيت په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي او د ترورېستانو د ځپلو لپاره د استخباراتي معلوماتو شريکولو يو تړون لاسليک کړى دى.
که څه هم يو شمېرافغان ډلې د دغو استخباراتي ادارو ترمنځ په دغه تړون نيوکې کوي او همدا راز د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان د مرستو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري، خو سرتاج عزيز بيا وايي، چې پاکستان او افغانستان په سيمه کې د اقتصادي پرمختګ له موجودو چانسونوهغه وخت ګټه اخيستلاى شي چې پر يو بل اعتبار په باوري چاپېريال کې ګډ کار وکړي.
نوموړي همداراز ويلي چې حکومت يې له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکيو په پراختيا، د کاروباري ويزو په زياتوالي او د خلکو ترمنځ د راشې درشې برخو ته جدي پاملرنه کوي.
په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار دا څرګندونې ترهغې وروسته کړي چې ويل کېږي په دې وروستيو کې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پاکستانيو چارواکيو ته يو ليک ليکلى او ترې غوښتي يې دي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره دې مرسته او د افغان طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي.
نوموړي همداراز غوښتي چې پاکستان کې په خپل هېواد کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې مرکزونه او پټنځايونه هم له منځه يوسي.
که څه هم د پاکستان حکومت لا تردې دمه د دغه ليک په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې هېواد د ملي پارلمان د بهرنيوچارو د کمېټې مشر اويس احمد لغاري څو ورځې وړاندې ټينګار کړى و چې که چيرې په پاکستان کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې غړي موجود وي، نو پاکستاني چارواکي دې هغوى د افغان دولت په غوښتنه او د سولې پروسې د پرمختګ لپاره کابل ته وسپاري.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د سياسي چارو يو شمېرڅارونکي هم په دې باور دي چې د افغانستان کې سوله او سياسي ټيکاو د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان لپاره ضروري دى او په خبره يې، که چيرې په افغانستان کې سوله او ټيکاو نه وي، نو پاکستان به هم ناارامه وي.
راپور: ذبيح شفق