د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په پوهنتونونو کې سیاسي فعالیتونو سختې اندېښنې پیدا کړي


په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې دننه سیاسي فعالیتونو محصلین سخت اندېښمن کړي او له حکومته غواړي د دې فعالیتونه مخه باید ونیسي.

پوهنتونونه او د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي موسسې اکاډمیکې او علمي ادارې بلل کیږي؛ خو په دې وروستیو کې په پوهنتونونو کې د سیاسي فعالیتونو راپورونه ورکول کیږي او دې مسئلې محصلین اندیښمن کړي دي.

ترډېره دغه فعالیتونو د کابل او ننګرهار په پوهنتونونو کې لیدلی کيږي چې یو شمېرسیاسي او مخالف ګوندونه په بېلابېلو طریقو سره محصلین خپلو لیکو ته جذبوي.

د کابل پوهنتون محصلین وايي، د پوهنتون دننه سیاسي ګوندونه په یوه او بل نوم منظمې غونډې جوړوي چې وروسته ګډونوالو ته په کې د جذب لپاره په ماهرانه ډول د خپل ګوند اهداف بیانوي.

د دې پوهنتون دوو محصلینو په دې اړه ازادي راډيوته وویل:

((۱: خالد یم، د کابل پوهنتون د کمپیوټرسانیس د پوهنځي محصل. د کابل پوهنتون کې چې موږ ګورو سیاسي فعالیتونه روان دي؛ ځیني کسان شته چې غواړي په لوی لاس محصلینو ته ستونزې جوړې کړي.

۲: نوم مې سید طاهر دی، د اقتصاد پوهنځي محصل یم. سیاسي فعالیتونه په مخفیانه ډول جریان لري؛ ځیني محصلین وینم چې په پټه روان دي او خپل ځانونه ثبتوي چې زما همصنفیان هم ورکي دي.))

د افغانستان د اساسي او نورو قوانینوله مخې په پوهنتونونو؛ علمي او اکاډیمیکو ځایونوکې سیاسي فعالیتونو په بشپړډول منع شوي دي؛ څو محصلین په ښه توګه خپل پرمخ یوسي.

که څه هم ولسمشرمحمد اشرف غني ژمنه کړې چې علمي مرکزونه به له سیاست او د پردیو له لاسوهنې خوندي ساتي؛ خود راپورونو له مخې دا مهال وسله والو طالبانو، د اسلامي دولت ډله، اخوان المسلین او د حزب التحریر په ګډون یو شمېر قانوني او غیرقانوني ګوندونه د افغانستان په ځینو اکاډیمیکو ادارو او د پوهنتونونو په لیلیو کې د محلصینو په جذب مصروف دي.

څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو ویلي وو چې په پوهنتون او په ځانګړي توګه په لیلیه کې په ښکاره ډول د وسله والو مخالفینو دستوري غړي محصلینو ته د حکومت په ضد تبلیغات کوي.

د دې پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد عبدالطیف مل ازادي راډیو ته وویل چې یوه میاشت وړاندې په پوهنتون کې د داعش ټاپې او د هغوی تور بیرغ لیدل شوي دي:

((د ګوندونو فعالیتونه هم شته، له بده مرغه کله کله افراطي حرکتونه د بهرنیو کړیو له خوا تقویه کیږي؛ دا حرکتونه کیږي او هم لیدل شوي؛ نږدې یوه میاشت وړاندې د داعش ټاپه او بیرغ لیدل شوي، په دې کې شک نشته.))

که څه هم د لوړوزده کړو وزارت په پوهنتونو کې د سیاسي فعالیت راپوونه نه تاییدوي؛ خو وايي، له کشفي او امنیتي ارګانونو سره په ګډه کار کوي او که داسې څه یې وموندل نو، د مخنیوي لپاره به یې چټک اقدام وکړي.

د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش ازادي راډيوته وویل؛ د وزارت رهبري په دې برخه کې ډېره حساسه ده او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د پوهنتونونو او اکاډیمیکو مرکزونو فضا ګډه وډه کړي:

((تراوسه په دې برخه کې موږ ته راپورونه نه دي را رسېدلي؛ د دې موضوع په اړه امنیتي مسوولین اقدامات لري؛ د وزارت او د پوهنتونو رهبري په دې اړه له امنیتي ارګانونه سره غونډې لري او که څه پیدا شول په خپل وخت به یې مخه ونیسو.))

ښاغلی نوربخش له محصلینو غواړي چې که په دې برخه کې یې کوم حرکت حس کړی؛ باید له امنیتي ارګانونو سره په خپل وخت او لازمه مرسته وکړي.

دا مهال په ټول هېواد کې ۳۶ دولتي او ۱۱۰ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري چې څه باندې درې سوه زره محصلین په بېلابېلو څانګو کې په کې زده کړې کوي چې څه باندې پنځه پنځوس زره یې لیلیه دي.

د چارو یوشمېرکارپوهان د افغانستان په علمي او اکاډیمیکو ځایونو کې سیاسي فعالیتونو او د محصلینو جذب د افغانستان د ګاونډیو؛ د سیمې د هېوادونو او د لویو استخباراتي ګړیو کار بولي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ګل رحمان قاضي هم تاییدوي چې د افغانستان په پوهنتونو کې سیاسي فعالیتونو موجود دي او وايي چې روان وضعیت د هېواد په زیان دی:

((زه یې چې په مجموع کې وینم ښه حرکتونه نه دي روان؛ دولت په دې اړه بې تفاوته پاتې دی؛ دا د سترګو لیدلی حال دی، استاد، محصل او دولت ټول یې ویني، پردي لاسونه په دې هېواد کې کار کوي او سیاسي فعالیتونه روان دي؛ دا نه دې دولت او نه هم د ملت لپاره ښه حالت دی او د دې جبران به د ټولو لپاره زیات دروند وي.))

ښاغلي قاضي حکومت او امنیتي ادارو ته سپارښتنه کوي چې په دې برخه کې خپلې هلې ځلې زیاتې کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې اکاډیمیک چاپیریال ګډوډ کړي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون محصلین وايي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په مرکزي لیلیې باندې د حملې ګواښ کړی او دامهال زیاتو محصلینو لیلیه پرېښې ده.

څه موده وړاندې په کابل پوهنتون کې یوې چاودنې یو محصل او یو استاد ټپیان کړي چې محصلین اوس د امنیت له پلوه ډاډمن نه دي.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پوهنتونونو امنیت ته یې ځانګړی پلان جوړ کړی او د محصلینو تلاشي یې سخته کړې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو وویل؛ تراوسه کره شواهد نه شته چې کواګې په پوهنتونو کې سیاسي فعالیتونه روان دي:

((تراوسه داسې څه نشته چې دغه ادعا ثابته کړي؛ د ترویزم پر وړاندې مبارزه کوونکي امنیتي ځواکونه جدي دي؛ که داسې څه هم وي، خو په دې برخه کې اسناد نشته د دې موضوع تاییدول به ستونزمنه وي.))

ښاغلي صدیقي زیاته کړه د محصلینو امنیت او د درسي فضا د ارام ساتلو لپاره به خپلې جدي استخباراتي او کشفي هلې ځلې زیاتې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په پوهنتونو کې د سیاسي فعالیتونو راپورنه ورکول کیږي؛ بلکې له دې وړاندې دې ته ورته نور راپورنه هم خپاره شوي وو.

ځینې وخت سیاسي مشرانو د خپلو اهداف د پلي کېدو لپاره د پوهنتون له محصلینو په مظاهرو کې استفاده کړې چې مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۲ هجري شمسي کال کې په ښکاره ډول د افغانستان په پوهنتونو کې سیاسي فعالیتونه پیل شول چې محصلینو درسونه ته شاه او سیاست ته مخه کړه.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد ګل رحمن قاضي په دې باور دی چې د افغانستان د څه باندې پنځه دیرش کلنې غمیزې لړۍ له همدې ځای پیل شوه.

ښاغلي قاضي افغان حکومت ته سپارښتنه کوي؛ په هر بیه چې کیږي د اساسي قانونو او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د هغو کړیو مخه ونیسي چې غواړي د افغانستان په اکاډیمیکو ځایونو کې لاسوهنه وکړي او په لوی لاس د هېواد راتلونکی یوې بلې تیارې ته ورټیل وهي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG