د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۸

عوامي نيشنل ګوند احتجاج پيل کړى


Sindh: Awami National Party senior leader have been killed by Taliban in Karachi. 24NOV2014

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام او پيپلز ګوندونو درې ګوندیز سیاسي ایتلاف يو ځل بيا په بلدیاتي ټاکنو کې د درغليو له امله د خيبر پښتونخوا له ايالتي حکومته د استعفا ورکولو غوښتنه کړې او ګواښ يې کړى، چې که چيرې په دې ايالت کې تحريک انصاف ګوند واکمن حکومت د جون تر ١٠ نېټې استعفا ورنه کړي، نو دوى به په دې ايالت کې پراخ احتجاجي تحریکونه او اعتصابونه پيل کړي.

دا پريکړه د شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ددغو درېو ګوندونو د مشرانو په يوه غونډه کې وشوه، چې مشري يې د عوامي نيشنل ګوند ستر سکرتر ميا افتخار حسين کوله.

په خيبر پښتونخوا کې دغه درې ګونديز سياسي ايتلاف تر هغې وروسته په دې ايالت کې د پراخو احتجاجونه ګواښ کړى، چې د مې میاشتې په دېرشمه نېټه په خبیر پښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې وشوې او د اپوزيسيون ګوندونو پر واکمن تحریک انصاف ګوند د پراخو درغليو تور پورې کړ.

د غونډې په پاى کې د عوامي نيشنل ګوند غړي ميا افتخار حسين د ازادي راډيو له مشال خانګې سره په خبرو کې وويل:

” اليکشن نه مخکې دهاندلي، د اليکشن دوران کې دهاندلي اليکشن نه پس دهاندلي اوس هم روانه ده جاري ده. موږ په جېل او وهلو ټکولو نه رامنع کېږو، دوى که هره حربه استعمالوي، خو زموږ مطالبه به همدا وي، چې تر هغې به دا تحريک جاري وي، ترڅو چې دا صوبايي حکومت شوى نه وي. موږ په لسم تاريخ باندې په ټوله صوبه کې جلسې او شټر ډاون هړتال کوو، او د هغې نه پس به موږ کېنو او له نورو پارټو سره به رابطې کوو، چې راتلونکي کې بل پروګرام جوړوو، نو هغه به د نورو پارټو په سلا مشورو جوړوو، چې کوم قدم پورته کړو”

د میا افتخار حسېن په خبره، که چيرې عمران خان د پاکستان په عمومي ټاکنو کې پر نواز شريف د درغليو تور لګوي او د هغه د استعفا غوښتنه کوي، نو موږ هم غواړو چې هغه دې په خيبر پښتونخوا کې د درغليو له امله له حکومت کولو لاس واخلي.

له بلې خوا د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک د بلدياتي ټاکنو پر مهال پر خپل ګوند لګېدلي تورونه نه مني، په دغو ټاکنو کې د ګډوډۍ پړه د انتخباتو پر کميسيون اچوي او ټينګار کوي، چې د بلدياتي ټاکنو په اړه هر ډول پلټنو ته تيار دي.

په عين حال کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د درغليو تر تورونو وروسته په خيبر پښتونخوا کې د پوځ تر څارنې لاندې د بيا انتخاباتو وړانديز هم کړى، خو د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ د درې ګونديز سياسي ايتلاف د يو بل ګوند جمعيت علماء اسلام وياند بيا وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف ګوند په حکومت کې رڼې ټاکنې نه شي ترسره کېدې.

د جمعيت علماء اسلام ګوند وياند جان محمد اڅکزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

”موږ په سياسي ډګر کې د ايالتي حکومت مقابله کوو، ايالتي حکومت په انتخاباتو کې په منظم ډول درغلۍ کړي دي، نو دوى حق نه لري چې نور زياته په حکومت کې پاتې شي او بايد استعفا ورکړي. موږ فکر نه کوو، چې د ټريبيونل مسئله ده، په منظم ډول باندې صوبايي حکومت خپله سرکاري مشينري، پوليس او خپل نور مامورين وکارول، چې د پي ټي آيي د کانديدانو لپاره زمينه برابره کړي او په اليکشن کې يې کاميابه کړي. نو موږ ځکه فکر کوو، چې دا منظم درغلۍ دي او موږ دا ډول درغلۍ نه منو.”

په خيبر پښتونخوا کې د تېرې مياشت په ٣٠مه نېټه بلدياتي ټاکنې ترسره شوې، چې پکې پراخه ګډوډي او د مخالفو ګوندونو ترمنځ وسله والې نښتې هم رامنځته شوې، چې په نتيجه کې يې ټاکنو په ورځ او همداسې تر ټاکنو ووسته لږ تر لږه ٢٢ کسان مړه او تر ٨٠ زيات ټپيان شول.

د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت لا تر دې دمه په دې ايالت کې د عوامي نيشنل ګوند په مشرۍ ددغه درې ګونديز سياسي اېتلاف د احتجاجونو پيلولو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG