د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۱

راحيل شريف: هېچاته اجازه نه ورکوو چې په پاکستان کې نيابتي جګړه وکړي


د پاکستاني پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف وايي، پاکستان په نورو هېوادونو کې د نيابتي جګړې خلاف دى او نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي، چې په پاکستان کې نيابتي جګړه پرمخ بوځي.

نوموړى همداراز وايي، زموږ دښمنان غواړي، چې په پاکستان کې د ترورېستانو په مرسته جګړې ته هوا ورکړي او دا هېواد بې ثباته کړي، خو د ترورېزم د مخنيوي او ځپلو لپاره زموږ حوصلې غښتلې دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه د چهارشنبې په ورځ پخپل ټويټر پاڼه په يوه خپور کړي بيان کې ويلي، چې جنرال شريف دا څرګندونې په يوه پوځي پوهنتون (نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ) کې د وينا پر مهال کړي.

د پاکستاني پوځ لوى درستيز نورو هېوادونو ته په پاکستان کې د نيابتي جګړې د اجازې نه ورکولو په اړه دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د هندوستان د دفاع وزير تېره اوونۍ ويلي وو، چې هېواد يې اړ دى، چې د ترورېزم د مخنيوي ځپلو لپاره ترورېستان وکاروي.

له بلې خوا د پاکستان حکومت د هند د دفاع وزير پر دغو څرګندونو اندېښنه وښوده او تور يې ولګاوه، چې په پاکستان کې په وروستيو ترورېستي پېښو کې د هندوستان د استخباراتي ادارې "را" لاس دى.

په عين حال کې د پاکستاني پوځ لوى درستيز د روان کال د اپريل په ١٦ مه نېټه د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه کې ګواښ کړى و، چې د بهرنيو هېوادونو استخباراتي ادارې دې په بلوچستان کې له لاسوهنې لاس واخلي.

راحيل شريف همداراز افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې په روانو پوځي عملياتو ډاډ ښودلى او ادعا يې کړې، چې په دغو سيمو کې يې د پوځي عملياتو په ترڅ کې پرخې برياوې ترلاسه کړي دي.

د هغه په خبره: په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات بريالي شوي او اوس د هغو ترورېستانو د نښه کولو وار دى، چې د پاکستان په ښاري سيمو کې پټ دي.

د پاکستاني پوځ لوى درستيز په داسې حال کې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو ترورېستانو پرضد پوځي عمليات کامياب اعلان کړي، چې په دغو سيمو کې لا هم د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام لري، چې هر ځل پکې ګڼ شمېر ترهګر وژل کېږي.

د شمالي وزيرستان قبآيل سيمه د القاعدې او حقاني شبکې د وسله والو ترڅنګ د افغان او پاکستاني طالبانو او همداراز د ازبک جنګياليو تر ټولو پياوړى مرکز انګېرل کېده، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو پکې د تېر ميلادي کال له جون راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړ چې لا دوام لري.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي، چې ددغو عملياتو په نتيحه کې يې په شمالي وزيرستان کې تر ٢٠٠٠ زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي، د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى او ددې سيمې ٨٠ سلنه برخه يې له ترهګرو پاکه کړې.

خو د پاکستان د دفاعي او پوځي چارو کارپوهان بيا وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو برياليتوب به هغه مهال څرګند شي، چې عمليات پاى ته ورسېږي او له سيمې بې ځايه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG