د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۱

د طالبانو پرضد جګړه کې حکومت پلوه ملیشې مهم رول لوبوي


یو شمېرلویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي:

د طالبانو پرضد جګړه کې حکومت پلوه ملیشې مهم رول لوبوي.

ورځپاڼه د محلي ملیشو د یوه قومندان حنیف بای په هکله لیکي چې پخوا یو امنیتي ګارډ و او اوس څلورسوه وسله وال کسان لري او له خپلې سیمې څخه يې طالبان ویستلي دي.

حنیف بای والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي په تیریوه کال کې يې له ۶ کلیو څخه طالبان ویستلي او له هغوي سره په جګړو کې د ده اتلس کسان هم وژل شوي دي.

خو د مطلب لیکونکې وايي، د محلي ملیشو د جوړولو موضوع د ځینو کورنیو او نړېوالو کتونکو اندیښنې هم پارولي چې وايي، پرمحلي ملیشو زیاته تکېه به فرقه يې او د سیالو وسله والو ډلو ترمنځ تاوتریخوالي پیدا کړي او دا کاربه افغانستان د نویمې لسیزې د کورنۍ جګړې حالت ته ستون کړي.

خو والسټریټ ژورنال د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند په حواله وايي چې د حنیف بای په شان کسانو وسله والې ډلې په داوطلبه توګه د تروریستانو خلاف پورته کېږي او له نورو ډلو سره سر او کار نه لري.

اجمل عبید عابدي والسټریټ ژورنال ته ویلي حکومت د ملیشو د جوړولو پلان نه لري ځکه حکومت غیرمسوله وسله واله ډلې د ناامنیو سرچینه ګني.

ټایمز:

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې په چین کې د افغان چارواکو او د طالبانو د پلاوي ترمنځ د سولې د خبرواترو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ټایمز لیکي:

یوه افغان مقام ویلي، د چین خبرې د سولې د مذاکراتو د پیلیدو په هدف ترسره شوي دي.

ټایمزوړاندې لیکي:

د دې خبرواترو فرصت د افغانستان، پاکستان او چین د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې برابرشوی دی.

د مقالې لیکونکې وايي، د سولې د خبروپه ترسره کېدو کې لومړی ګام ولسمشر اشرف غني اخستی چې په پرله پسې کتنو سره يې پاکستاني چارواکي وهڅول چې طالبان خبرو ته کښینوي.

ټایمز د دې مطلب په پای کې لیکي:

یوه پاکستاني چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي اوس وخت رسیدلي چې افغانستان، پاکستان او طالبان روانه شخړه په خپلو کې حل کړي.

XS
SM
MD
LG