د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

نړيوالو اړيکو شورا: د افغانستان پرمختګ تر پخوا زيات مهم دى


د جان سوپکو څرګندونې په ډاګه ښيي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیارغونې تقریبا ټولې پروژې نیمګړې پاتې دي
د جان سوپکو څرګندونې په ډاګه ښيي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیارغونې تقریبا ټولې پروژې نیمګړې پاتې دي

د نړیوالو اړیکو شورا تحقیقاتي مرکز په خپل راپور کې لیکي چې د افغانستان پرمختګ د پخوا په پرتله اوس ډېر اهمیت لري، خو د امریکا سترګې له دې کاره بلې خواته اوښتي، د پرمختګ له دوام سره لېوالتیا کمه شوې او دې کار ته ډېرلږ امکانات ځانګړي شوي.

راپور د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش یوې وروستۍ وینا ته اشاره کوي او لیکي د جان سوپکو څرګندونې په ډاګه ښيي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیارغونې تقریبا ټولې پروژې نیمګړې پاتې دي له دې هېواد سره د نړیوالو د مالي مرستو دوام ته څومره اړتیا لیدل کېږي.

سوپکو په ویل کورنیل طبي کالج Weill Cornell Medical College کې په خپله وینا کې ویلي چې د دې ستونزې د حل لاره بشپړه او بې عیبه نه ده او افغانستان هم نشي کولای په یوه شپه کې په یوه پرمختللي هېواد بدل شي خو دی ټینګار کوي چې دا هېواد د دوامدار پرمختګ لارې ته برابرېدای شي.

خپرونه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې له هڅو سره د امریکا د یوسل او لس میلیارد ډالرو مرستې ته اشاره کوي او لیکي، دا په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو په مقصد د اوه سوه میلیارد ډالره مرستې په پرتله ډېر ټیټ رقم دی.

خو د نړیوالو اړیکو د شورا راپور یادونه کوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره پنځلس میلیارده ډالره نور مرسته هم په پام کې ده. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په خپله وینا کې هغه څو برخې په ګوته کړې چې له دې اضافي مرستو ګټه پکې اخیستل کېدای شي. سوپکو هغه پروژې هم یادې کړې چې نتیجې بې له پیله ناسمې وې او یا یې په اړه معلومات نیمګړي وو.

سوپکو په خپله وینا کې د افغان ځواکونو د اصلي شمېر او ورکړل شویو رسمي ارقامو ترمینځ د توپیر یادونه کوي او وايي، د سرتېرو د مړینې، تېښتې او یا د خدمت د پرېښودو له کبله د افغان ځواکونو د حقیقي او ثبت شویو شمېرو ترمینځ ښايي لوی توپیر وي.

سوپکو له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا مالي مرستو ته هم اشاره کړې، ویلي یې دي چې د دې کار لپاره امریکا څلور اتیا میلیارد ډالر ولګول خو افغانستان اوس هم د نړۍ په سلو کې نوي تریاک تولیدوي.

سیګار په خپل یوه راپور کې چې نژدې درې اونۍ مخکې خپور شو ویلي دي چې د کوکنارو د کر ساحه له ۲۰۰۱ کال څخه چې په اته زره هکتاره ځمکه کې کرل کېده په ۲۰۱۴ کال کې دوه لکه څلور ویشت زره هکتاره ته لوړه شوه.

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو لپاره د امریکا د پرمختیايي ادارې مرستې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي خو سیګار په روغتیايي برخو کې د پرمختګ په اړه شک لري. په تېره په افغانستان کې د ژوند د اوسط په اړه د سیګار ارزونه د USAID او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA له ارزونې سره توپیر لري خو سیګار دا مني چې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې USAID په افغانستان کې د معارف د پرمختګ لپاره څه باندې اوه نیم سوه میلیونه ډالر لګولي. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې نژدې اته نیم میلیون ماشومان ښوونځیو ته تلل چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله اولس نیم لکه زیاتوالی ښيي، خو سوپکو په خپله وینا کې د دې ارقامو په اړه شک څرګند کړ. ده د مثال په توګه په غور کې یو ښوونځي یاد کړ چې چارواکو ویل دیارلس ښوونکي او ۷۶۷ زده کوونکي لري خو سوپکو وویل، د افغان څېړونکو شبکې غور ولایت ته د سفر پرمهال ولیدل چې د ښوونځي د ښوونکو شمېر پنځه او د زده کوونکو شمېر شل تنه وو.

د افغان څېړونکو د شبکې څارونکو ته دا هم ویل شوي چې هلته د نجونو د ښوونځیو ادعا کېږي خو اصلا موجود نه دي، د زورواکو قوماندانانو له خوا د ښوونکو تنخواه ګانې غلا کېږي او خلک خپل ماشومان د دولتي ښوونځیو پرځای دیني مدرسو ته استوي.

XS
SM
MD
LG