د کندهار والي ژمنه وکړه، چې په شپږو مياشتو کې به د دې ولايت د خلکو د برېښنا ستونزه تر يوه حده پورې حل کړي.
همايون عزيزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې د ډيزلي يا هم د کجکي د برېښنا د توليد د پروژې په نامه په لسګونو مليونه ډالره مصرف شوي خو د خلکو ستونزه حل شوې نه ده.
عصمت څاروان پر دې موضوع راپور برابر کړى دى