د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

بګټى: په طالبانو کې ښه او بد، افغان يا پاکستانى نه شته


بګټي
بګټي

د بلوچستان ملېشه ځواکونه او داخله وزارت وايي، په دې وروستيو کې يې د دې ايالت په بلوڅ مېشتو او پښتني سيمو کې په عملياتو کې ګڼ شمېر وسلوال طالبان او وسلوال بلوڅان وژلي او ژوندي نيولي دي، خو بل لور ته عام بلوڅان او په حکومت کې شامل د بلوڅ ملتپال ګوند مشر وايي، په عملياتو کې بېګناه خلک وژل شوي دي.

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مرستيال مشر او د کورنيو چارو ايالتي وزير په ګډه خبري غونډه کې رسنيو ته مالومات ورکړل او ويې ويل چې په تېره يوه مياشت کې يې د ايالت په اکثرو سيمو کې د وسلوالو په خلاف د پلټنې عمليات کړي او په لسګونو وسلوال طالبان او وسلوال بلوڅان يې يا وژلي او يا نيولي دي.

د ملېشه ځواکونو مرستيال مشر ډګرمن طاهر محمود د پلټنې د عملياتو په اړه وويل:

″له ډېره وخته ترهګرو د کوټې- کراچۍ پر لويه لاره د ترهګرۍ په پېښو کې لاس درلود، ځکه مو د دوى په خلاف د قلات او مستونګ په سپلنجي، جوهان او هربوى په نوم ځايونو کې عمليات وکړل، چې د ډېرو مهمو قومندانانو په شمول مو شل وسلوال پکې و وژل، ګڼ شمېر مو ژوندي نيولي. په دغو دوه ورځنيو عملياتو کې څلور ملېشه سرتېري هم ټپيان شوي وو، په عملياتو کې مو د وسلوالو درې لوى پناه ځايونه هم تباه کړل″

ډګرمن طاهر وايي په دغو عملياتو کې يې له وسلوالو څخه زياته اندازه سپکه او درنه وسله هم تر لاسه کړې ده. وايي د ايران پولې ته نيژدې په آواران سيمه کې يې هم د خپلواکي غوښتونکي بلوڅ سازمان بي ايل ايف د وسلوالو په خلاف عمليات کړي، چې يو تن يې وژلى او شپږ يې ژوندي نيولي دي. ډګرمن طاهر وايي د بلوچستان په شمالي پښتني سيمو ږوب، لورالاى، زيارت او کلاسيف الله کې يې هم په عملياتو کې د دوو ځانوژونکيو بريدګرو په شمول اته وسلوال وژلي او ګڼ شمېر يې ژوندي نيولي:

″له کله چې د ضرب عضب عمليات پيل شوي ډېرو ترهګرو- چې د پاکستاني طالبانو مهم کسان پکې شامل دي- دوى فکر کاوه چې د بلوچستان غرنۍ سيمې د دوى لپاره د پناه ښه ځاى دى، دوى دلته پټنځايونه جوړ کړي وو، موږ د دوى په خلاف پراخ عمليات وکړل، چې د دوى پينځه پناه ځايونه مو ور تباه کړل، زياته اندازه وسله مو ځنې تر لاسه کړه، چې ځانوژونکي واسکټونه هم پکې شامل دي″

خو بل لور ته بلوڅ ملتپال او عام خلک تور لګوي، چې ملېشه ځواکونو د پلټنې په عملياتو کې عام خلک وژلي او نيولي دي.

په دې ترڅ کې درې ورځې وړاندې په بلوڅ مېشتو سيمو کې کاربنديز هم شوى وو. د بلوڅو د بشري حقونو يوه سازمان د پنجشنبې په ورځ په يوه احتجاجي مظاهره کې هم تور ولګاوه، چې امنيتي ځواکونو په بلوڅ مېشتو سيمو کې په عملياتو کې عام خلک وژلي دي.

د بلوچستان په ايالتي حکومت کې د شامل نېشنل ګوند مشر مير حاصل بزنجو هم په دغو عملياتو کې د بېګناه خلکو د وژنو خبره تاييد کړه:

″رسماً هيڅ عمليات نه دي پيل شوي، خو يوه خبره په ښکاره کوو چې له ملېشه ځواکونو يا نورو امنيتي ځواکونو سره چې د وسلوالو نښته کېږي دا بېله خبره ده، خو له تېرو څو ورځو راهيسې چې بشرضد پېښې کېږي او عام بېګناه خلک په نخښه کېږي، دا د زغم او منلو وړ نه ده″

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټى وايي، امنيتي ځواکونو يې د پلټنې په عملياتو کې په دفاعي بريدونو عام خلک نه، بلکې وسلوال بلوڅان يې وژلي دي.

سرفراز بګټى وايي حکومت يې د پاکستاني او افغان طالبانو او وسلوالو بلوڅانو تر منځ توپير نه کوي، څوک چې ترهګري کوي، امنيتي ځواکونه به يې ورسره جنګېږي:

″د مرکزي حکومت له خوا د جوړ شوي ملي پلان له مخې د امنيتي ځواکونو له خوا دا ټول عمليات کېږي، په دې اړه د صدراعظم نوازشريف دريځ ډېر څرګند دى، چې هيڅ ښه او بد طالبان، پاکستاني يا افغان طالبان نه شته، ورانکاري- ورانکاري دي موږ يې تر منځ توپير نه کوو، څوک چې هم په هره بڼه ترهګري کوي هغه ترهګر دي، موږ به په خلاف جنګېږو″

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټي وويل حکومت به يې ترهګري په بشپړه توګه و ځپي، ده وسلوالو بلوڅانو او وسلوالو طالبانو ټولو ته د ترهګرو خطاب وکړ او پر هغوى يې ږغ وکړ، چې وسلې پر مځکه و غورځوي او خپل عادي ژوند ته را و ګرځي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG