له تاجکستانه لږترلږه دېرش جنګیالي د افغانستان په جګړو، په تېره د شمال په وروستیو حملو کې ګډون لري.
خو دا یوازې تاجکستان نه دی. د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو لکه د ازبکستان، قزاقستان او نورو څخه هم ډلې ډلې ځوانان په سوریه، عراق او نورو ناامنه سیمو کې په افراطي ډلو کې غړي کېږي.
د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د افراطي فعالیتونو په اړه احمدتکل په مزارشریف کې له افغان لیکوال او ژورنالیست ذبیح الله احساس سره مرکه کړې. ښاغلي احساس د مرکې په پیل کې د منځنۍ آسیا په ځوانانو کې د افراطي افکارو پر عواملو خبرې کړي: