د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پاکستان: د ترورېزم د مخنيوي لپاره د استخباراتي معلوماتو شريکول ضروري دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خلیل قاضي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خلیل قاضي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي چې يو هم په کې د استخباراتي معلوماتو شريکول دي.

دا وزارت همداراز زياتوي، پاکستان په سيمه کې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې او پراخې اړيکي غواړي او په لړ کې به خپلې هلې ځلې روانې وساتي.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند خليل الله قاضي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وکړې.

نوموړي د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI او د افغانستان د ملي امنيت ترمنځ په دې وروستيو کې د معلوماتولو د شريکولو په لړ کې د شوي تفاهمليک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره د استخباراتي معلوماتو شريکول ضروري دي:

"که غواړئ چې د ترورېزم مقابله وکړئ؛ نو په دې لړ کې د استخباراتي معلوماتو شريکول لازم دي. له افغانستان سره زموږ په ډېرو برخو کې مرستي دي چې په دغو کې يوه هم د استخباراتي معلوماتو شريکول دي."

د پاکستان بهرنيو چارو د وزارت وياند د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شريکولو په لړ کې د شوي تفاهمليک په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دې هېواد د پوځ وياند هم د دوشنبې په ورځ د معلوماتو شريکولو او په دواړو غاړو کې د منسجمو عملياتو د ترسره کولو په لړ کې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د تفاهمليک پخلى کړى و.

په عين حال کې د پاکستان د پوځي او سياسي چارو ځينې کارپوهان د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د دغه تفاهمليک هرکلى کوي او وايي چې دواړه خواوې په کې بايد له اخلاصه کار واخلي.

د سياسي او پوځي چارو کارپوه او پخواني ډيپلوماټ رستم شاه مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"څه همکاري د مخکې نه وه؛ خو د دې لوظنامې نه پس هغې ته يو رسمي شکل ورکړى شو؛ خو خبره دا ده چې دا دواړه ادارې به په اخلاص سره له يو بل سره معلومات شريکوي؟ يا زموږ د پاکستان اداره يا د افغانستان اداره، نو بيا به په دې شکوک و شبهات پيدا شي؛ که دوى يو بل ته غېږ ورکړي او هرڅۀ چې هغوى سره کوم ريپورټ وي؛ هغه دوى ته ورکړي او دوى يې هغوى ته ورکړي؛ نو بيا خو بۀ دا شکوک و شبهات ختم شي او د دواړو ترمنځ به په سهي معنو کې همکاري پيدا شي."

د مومند په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډول تفاهمليکونه او تړونونه بايد په افغانستان کې د سولې او سياسي ثبات لامل شي؛ نه دا چې يواځې د کاغذ پرمخ پاتې شي:

" دا خو يو اړخ دى، اصل کې بنيادي خبره دا ده چې په افغانستان کې جنګ ختم شي؛ هغې نه پس بۀ بيا دا شکوک و شبهات هم ختم شي؛ د هغې دپاره کار په کار دى؛ صرف په دې چې د پاکستان او افغانستان دولتونه؛ ادارې، پوځونه او ايجنسۍ يو بل ته لنډ شي؛ دا خو يو اړخ دى، خو اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې جنګ څنګه بندېدى شي؛ نو دغې ته زياته توجه په کار ده.

دا هم يو ګام دى، يو ښه پېشرفت دى، بايد چې داسې کارونه نور هم وشي."

ویل کېږي چې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د تفاهم لیک له مخې به په پوځي؛ سیاسي او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ معلومات شریک شي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شريکولو تفاهمليک تر هغې وروسته لاسليک شو، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد د پوځ لوى درستيز د روانې مياشت په ١٢مه نېټۀ کال ته لاړل او له افغان ولسمشر او نورو چارواکيو سره يې په خپلمځي او سيمه ييزو اړيکيو خبرې وکړې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG