د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۶

عبدالرحیم: په خپلو نويو لاسونو به بيا د خلکو ژوند ژغورم


عبدالرحیم چې دواړه لاسونه یې په کندهارکې د یوه ماین د شنډولو په یوه پیښه کې غوڅ شوي و، اوس دوه هندي لاسونه لري.

دیرش کلن عبدالرحیم چې پخوا یې په پوځ کې د ماین شنډونکي په توګه دنده سرته رسوله، درې کاله مخکې یې لاسونه پرې شوي و. هغه په یو شمېر هېوادونو کې د ځان لپاره د نویو لاسونو د موندلو تر هڅو وروسته څلور میاشتې مخکې د امریتا روغتیایي مرکزته مراجعه وکړه.

عبدالرحیم ته د یوه هندي چې د مغزي سکتې له امله مړ شوی و، د کیرالا ایالت په کوچي کې ګڼو ډاکترانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د عملیاتو په ترڅ کې چې پنځلس ساعته یې دوام وکړ، لاسونه پیوند کړل.

له شلو زیاتو جراحانو او د بې سده کیدو د برخې اتو متخصصیونو په دغو عملیاتو کې چې تیره میاشت په بریالیتوب سره ترسره شول، ګډون کړی و.

عبدالرحیم اوس په دغو نویو پیوند شویو لاسونو ډیر ورځني کارونه ترسره کولای شي او نهه لس میاشتې نور هم فیزیو تراپي ته اړتیا لري.

عبدالرحیم لومړنی افغان دی چې غبرګ لاسونه ورته پیوند کیږي، له عبدالرحیم سره نوریاس نوري مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG