د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډېره د انتخاباتو پر کمیسیونونو د نړېوالو مرسته کوونکو د مرستو ځنډېدو او وروستیو ناامنیو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د انتخاباتو پر کمیسیونونو د مرستو بندېدو ته په اشارې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په ریښتیا پردی کټ تر نیمو شپو وي.
په سرمقاله کې راغلي چې ممکن د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو شااوخوا اته سوه کارکوونکي له دې امله دندې پریږدي چې معاشونه یې کمیږي.
سرمقاله لیکوونکي ویلي، د انتخاباتو پر کمیسیونونو د مرستو بندیدل ظاهراً بودجوي ستونزه ده؛ خو زیاته کړې یې ده چې اصلي لامل یې دا دی چې مرسته کوونکي غواړي؛ د انتخاباتو د بهیر د افغاني کېدو مخه ونیسي.
په سرمقاله کې راغلي، په داسې يوه مهم ارګان د مرستو بندول د افغان حکومت مشرانو ته د خطر یو زنګ دی.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې انتخاباتي اصلاحات د حکومت لومړیتوب دی؛ خو په دې برخه کې کومه اراده نه ده موجوده.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې د حکومت مشرانو تراوسه داسې کوم اقدام نه دی کړی چې د انتخاباتو د اصلاح لپاره کوم مثبت ګام وي.
په مطلب کې راغلي چې تراوسه هم د انتخاباتو د کمیسیون هغه کارکوونکي او مسوولین په دندو بوخت دي چې په درغلیو تورن وو.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د وروستیو ناامنیو په اړه خپله تبصره کې پوښتنه کړې چې د ارګ چارواکي سترګې او غوږونه لري؟
په مطلب کې راغلي چې د بیان ازادۍ یوه لاسته راوړنه ده؛ خو دا چې حکومتي مسوولین د رسنیو خبرو او د خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي؛ دا بیا یوه جدي ستونزه ده.
د ورځپاڼې په تبصره کې راغلي چې خلک نور د ارګ له پر واک مینو چارواکو ناهیلي شوي او که دا حالت دوام وکړي؛ خلک به په نورو لارو چارو فکر وکړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د بښنې نړېوال سازمان څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي؛ وسله وال مخالفین د انسانانو ژوند ته اهمیت نه ورکوي.
په دې مطلب کې د کابل پریوه مېلمستون وروستۍ حملې ته اشاره شوې او د بښنې نړېوال سازمان په حواله په کې لیکل شوي چې په دې حمله کې تر ډېره ملکیان وژل شوي دي.