د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د کابل په څلورمه حوزه کې پر یوه مېلمستون وسله واله حمله شوې


شیبه مخکې یوه ډله وسله وال د کابل ښار څلورمې حوزې په کلوله پشته سیمه کې یوه مېلمستون ته ننوتلي دي.

ویل کیږي چې په دې مېملستون کې تر دېره بهرنیا اوسیږي.

په سیمه کې خال خال ډزې اورېدل کیږي.

چارواکي وايي چې سیم​ه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او هڅه کیږي چې پر مېلمستون حمله کوونکي له منځه یوسي.

د وسله والو د شمېر او تلفاتو په اړه معلومات وروسته وړاندې کيږي.

XS
SM
MD
LG