د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

له افغانستان سره د ناټو پر دوامدار مشارکت موافقه وشوه


صلاح الدين رباني
صلاح الدين رباني

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې يې د ګډون هدف د ٢٠١٦م کال تر پايه په افغانستان کې د ايساف د غوڅ ماموريت ارزونه ده.

ده وويل چې په دې غونډه کې يې تر ٢٠١٦م کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د مالي مرستې پر څرنګوالي هم بحث وکړ.

صلاح الدين رباني چې د افغان هيئت په مشرۍ يې نن تر غرمې وروسته يوه کنفرانس ته خبرې کولې وويل، د ناټو غوڅ ماموريت د افغان سرتېرو د ظرفيت لوړولو ته زمينه برابره کړې ده.

ده زياته کړه، چې په دې غونډه کې چې په ترکيه کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره د ناټو پر دوامدار مشارکت موافقه وشه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل چې دغه دوامدار مشارکت به ستراتيژيک او د ملاتړ بڼه لري.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي وويل چې په افغانستان کې به د دې تړون راتلونکى ماموريت د ملکي کسانو له خوا رهبري شي.

ينس سټولټنبرګ نن تر دې مخکې وويل چې د پخوا په څېر به د ناټو حضور په افغانستان کې پراخ نه وي.

سټولټنبرګ وويل چې ناټو تړون په پوځي او ملکي برخه کې له افغانستان سره مرستو ته ژمن ده او موافقه وشوه چې د غوڅ ماموريت تر بشپړېدو وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.

ده وويل مامورانو ته يې دنده سپارلې چې د اوړي پر مهال په افغانستان کې د ناټو پر دوامدار حضور خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG