د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

کراچۍ: پر يوه بس وسله واله حمله کې ٤٣ کسان ووژل شول


وسله والو د پاکستان د سند ايالت په مرکز او د دې هېواد په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې پر يوه مسافر وړونکي بس وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ وبله اړولې ده.

د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکو په وينا، نامعلومو وسله والو د چهارشنبه په ورځ د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي نومي سيمه کې د اسماعيلي فرقې د لږه کيو پر يوه بس وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې تردې دمه لږترلږه ٤٣ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د عباسي شهيد او ميمن په نامه دولتي روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د سند ايالت د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دغه بريد ٦ وسله والو کړى، چې لومړى يې پر بس ناتارې ډزې وکړې او بيا بس ته وختل او دننه يې خلک په نښه کړل.هغه د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

((د لومړنيو راپورونو له مخې په دغه بريد کې تر دې دمه ٤٣ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې کې ١٦ مېرمنې هم دي. ټپيان مو بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي او بېړنى حالت مو په کې اعلان کړى دى.

نژدې ٦ ترهګر په درېيو موټر سايکلونو راغلي وو، چې لومړى له بهره پر بس ناتاره ډزې وکړې او بيا بس ته وختل ناست مسافر يې پر سرونو ووېشتل.))

د هغه په خبره، چې په دغه بس کې له ٦٠ زيات کسان ناست وو، چې د کراچۍ په عاېشه منزل نومي سيمه کې د اسماعيليه فرقې عبادتځاى ته روان وو.

په ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، چې دا مهال د کراچۍ په بېلابېلو دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په کراچۍ کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په هدفي وژنو کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستان رينجرز ځواکونو پکې د ٢٠١٣م کال راهيسې هدفي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د بېلابېلو د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د زرګونو ترهګرو د نيولو ادعا کوي.

په دې ښار کې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې، چې په ترڅ کې يواځې په تېرو څو ورځو کې د ٢ جګپوړو امنيتي افسرانو په ګډون، د کراچۍ پوهنتون يو ښوونکى او يوه مدني فعاله وژل شوي دي.

تر اوسه لا کومې وسله والې ډلې ددغه برید مسووليت نه دى منلې، خو ویل کېږي، پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي تښتېدلياو امنيتي ادارو پلټنې پيل کړي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ولسمشر، د کورنيو چارو وزير او نوروسياستوالو په کراچۍ کې پر د اسماعيليانو پر بس وسله وال بريد غندلى .

صدراعظم شريف اړوندو ادارو ته د پلټنو امر کړى او د پاکستاني پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف د پېښې له امله سريلانکا ته خپل نننى سفر هم ځنډولى دى.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم پر مذهبي لږه کيو بريدونو شوي، چې په نتيجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

پخواني:

وسله والو د پاکستان د سند ايالت په مرکزکراچۍ کې پر يوه مسافر وړونکي بس وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ وبله اړولې ده.

د کراچۍ ښارد امنيتي او روغتيايي چارواکيو په وينا، نامعلومو وسله والو د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ ښارپه صفوره چورنګي نومي سيمه کې د اسماعيلي فرقې د لږه کيو پر يوه بس وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې تردې دمه لږ تر لږه ٤٣ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د عباسي شهيد او ميمن په نامه دولتي روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړدى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د سند ايالت د پوليسو مشرغلام حيدرجمالي د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دغه بريد ٦ وسله والو کړى، چې لومړى يې پر بس ناتارې ډزې وکړې او بيا بس ته وختل او دننه يې خلک په نښه کړي.هغه د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

((د لومړنيو راپورونو له مخې په دغه بريد کې تردې دمه ٤٣ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

په وژل شويو کې کې ١٦ مېرمنې هم دي. ټپيان مو بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي او ه بېړنى حالت مو پکې اعلان کړى دى.))

د هغه په خبره، چې په دغه بس کې له ٦٠ زيات کسان ناست وو، چې د کراچۍ عاېشې منزل نومي سيمه کې د اسماعيليه فرقې عبادتځاى ته روان وو.

په ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، چې دا مهال د کراچۍ په په بېلابېلو دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په کراچۍ کې په دې وروستيوکې په داسې حال کې په هدفي وژنو کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستان رينجرز ځواکونو پکې د ٢٠١٣م کال راهيسې هدفي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د بېلابېلو د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د زرګونو ترهګرو د نيولو ادعا کوي.

په دې ښارکې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو لړۍ يوځل بيا تېزه شوې، چې په ترڅ کې يواځې په تېرو څو ورځو کې د ٢ جګپوړو امنيتي افسرانو په ګډون، د کراچۍ پوهنتون يو ښوونکى او يوه مدني فعاله وژل شوي دي.

تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې ددغه برید مسووليت نه دى منلې، خو ویل کېږي، پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، د کورنيو چارو وزير او نوروسياستوالو په کراچۍ کې پر بس د وسله والو بريد غندلى او صدراعظم شريف اړوندو ادارو ته د پلټنو امر کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG