د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

ولسمشرغني او نوازشریف د پاکستان او افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړې


ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د کابل او اسلام اباد ترمنځ په ګډې همکارۍ او د دواړو هېوادونو د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي.

افغانستان او پاکستان دواړه په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارې خبره کوي او وايي چې په دې برخه کې به یو له بل څخه خپله همکاري ونه سپموي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د سه شنبې په ورځ کابل ته راغی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې وکتل.

ولسمشر غني چې د ښاغلي شریف سره په یوې ګډه خبرې غونډه کې راښکاره شو؛ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دواړوو هېوادونو د ښمن ګډ دی او په کار ده چې د ګډو خطرونو په وړاندې مشترکه مبارزه وکړو:

"په دغه شرایطو کې زموږ هیله او هغه مذاکرات مو چې درلودل دا دي چې موږ د دوو ملګرو او دوو دولتونو په توګه د امن شرایط برابر کړو؛ د ګډو خطرونه پر وړاندې ودرېږو او دا اعلان وکړو چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمانان دي او د پاکستان دښمنان د افغانستان."

دغه شان د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم وویل چې د افغانستان ثبات د پاکستان ثبات دی او دغه هېواد تل د یو امن او خپلواک افغانستان غوښتونکی دی.

ښاغلي شریف په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دوی یې په کلکه غندي.

ده وویل چې ګډ عملیات به پلانېږي او د پولو په اوږدو کې به یو د بل په همکارۍ سره ترهګر له منځه وړو:

"موږ موافقه کړې چې په سیمه کې تر هغه سوله او ثبات نه شي راتلای تر کومه چې د تروریزم ستونزې ته په اغیزناک ډول رسیده ګي نه وي شوی؛ پاکستان د یو امن او با ثباته افغانستان غوښتونکی دی؛ موږ په غښتلي ډول له افغانستان سره خپل یوالی اعلانوو؛ د افغانستان د ښمن کله هم د پاکستان ملګری نشي کیدای."

ښاغلی شریف چې په دغه سفر کې ورسره د نوموړي د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې سلاکار سرتاج عزیز؛ لوی درستیز راحیل شریف او یو شمېر نور پاکستاني چارواکي هم ملګرتیا کوي؛ له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

د اجراییه ریاست د ویاند په وینا چې دواړو خواوو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې؛ اقتصادي موضوعاتو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا صدراعظم نواز شریف اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

یاده دې وي چې په دې ورستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منخ اړیکې د پخوا په پرته ډېر ښه شوي او د چارواکو تر منځ راشه درشه هم ډېره شوې ده.

کارپوهان وايي، که دا همکاري صادقانه وي، نو لري نه ده چې جګړه خپلې افغانان په خپل هېواد کې د سولې خوند هم وڅکي.

XS
SM
MD
LG