د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د افغانستان د بریښنا شرکت پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته خبرداری ورکړ


بریښنا شرکت وايې، دولتي ادارې، افراد او اشخاص څه کم دوه میلیارده افغانۍ پوروړي دي
بریښنا شرکت وايې، دولتي ادارې، افراد او اشخاص څه کم دوه میلیارده افغانۍ پوروړي دي

د افغانستان د برېښنا شرکت ټولو هغو دولتي ادارو او افرادو ته خبرداری ورکړ، چې په لسو ورځو کې دې د برېښنا د لګښت پورونه اداء کړي اوکه نه نو، قانوني چلند به په ورسره وشي.

د دې شرکت د سوداګریزې برخې ريیس میرویس عالمي د (سې شنبه) په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دولتي ادارې، افراد او اشخاص د برېښنا له شرکته څه کم دوه میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

که څه هم د افغانستان برېښنا شرکت رسنیوته په استول شوې خبري پاڼه کې لیکلي و چې د برېښنا د لګښت د پوروړو نومونه به افشاء کړي خو د دې پرځای يې پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته خبرداری ورکړ چې، تر لسو ورځو پورې دې، خپل پورونه دولت ته ورکړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د تجارتي څانګې رییس میرویس عالمي وویل، له یو زرو درې سوه درې نوي یم لمریزکال راهیسې، تر اوسه دولتي ادارې، اوه سوه اتیا میلیونه او افراد، اشخاص شاوخوا یو میلیارد افغانۍ د برېښنا د لګښت د نه ورکولو له امله پوروړي دي:

((موږ دغو ټولو افرادو ته لس ورځې وخت ورکوو چې، که په دې ورځوکې يې د برېښنا د لګښت پورونه ورنه کړل، ښارته به له کمرو سره ور وځو، کوڅه په کوڅه به ګرځو او معلوم به کړو چې، دا څوک دي چې د برېښنا لګښت نه ورکوي.؟د برېښنا مزي به یې قطع کیږي.))

ده وویل، په دې موده کې یې پوروړو دولتي ادارو او افرادو ته بیا بیا مکتوبونه استولي او تاکید یې پرې کړی چې پورونه دې اداء کړي خو، پر وړاندې یې له بې پروايۍ او زوره کاراخیستل شوی او د برېښنا شرکت یې له مالي ستونزو سره مخ کړی دی.

د برېښنا شرکت د سوداګرۍ د څانګې ريیس وویل، په پوروړو دولتي ادارو کې د عامې روغتیا، د پوهنې، لوړوزده کړو، کورنیو چارو، مخابراتو، اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پترولیم، د کار او ټولنزو چارو، د کډوالو د چارو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونه او څه کم لس نورې مهمې دولتي ادارې شاملې دي.

خو یاد شرکت په دې ورځ د برېښنا د لګښت د پوروړو افراد او اشخاصو د نومونو له افشاء کولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده ځینو رسنیو د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو نومونه افشاء کړي چې د افغانستان د برېښنا له شرکته، په میلیونونو افغانۍ پوروړي دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د برېښنا د لګښت د پوروړو لستونه ور رسیدلي او ډیر ژربه يې پر وړاندې د قانوني اجرااتو راپور خپور کړي. د لويې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي وویل:

((په قانون کې روښانه دي چې دولت ته زیان رسول، له قانونه سرغړونه او جرم دی.

لستونه را رسیدلي، لویه څارنوالۍ یې څیړنه پیل کړې ده.

په دې څیړنه کې هم د برېښنا د پورونو ترلاسه کول، جریمه کول او له سرغړونکي څخه د تحقیقاتوکول هم شامیلیږي.))

کارپوهان وايې، افغانستان ته برېښنا له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه واردیږي، خو دا هېواد د نړېوالې ټولنې د میلیارډونو ډالروله مرستو سره سره په تیروڅه باندې دیارلسو کلونوکې ونه توانید چې په هېواد کې د برېښنا د تولید یو غښتلی بند جوړ کړي او یا پخواني زیانمن شوي بندونه په لازمه توګه ورغوي.

دوې وايې، که د برېښنا پر پوروړو، پورونه همداسې پاتې شي، د برېښنا شرکت به ونه توانیږي چې نورو مستحقو او اړو خلکو ته نوې برېښنا ورکړي او له بلې خوا به صادروونکي هېوادونه هم دې هېواد ته، د برېښنا صادرات کم کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG