د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د متحده قومي غورځنګ غړى صولت مرزا اعدام شو


د پاکستان د متحده قومي غورځنګ يو پخوانى غړى صولت مرزا نن سهار وختي د بلوچستان په مچ زندان کې اعدام شو، نوموړى په کراچۍ کې د برېښنا د څانګې د يوه لوړ پوړي افسر په وژنه تورن وو او په ١٩٩٩م کال د مرګ په سزا محکوم شوى وو.

د پاکستان دولتي ټلويزون د خبرله مخې صولت مرزا نن سهارد پينځو بجو په شاوخوا کې د بلوچستان په تر ټولو لوى مچ زندان کې اعدام شو.

نوموړى د متحده قومي غورځنګ پخوانى غړى وو، چي په کراچۍ ښارکې د عاموخلکو او لوړ پوړيو حکومتي افسرانو په وژنه تورن وو.

نوموړى اوولس کاله مخکې د کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر له بنکاکه پاکستان ته د را ستنېدو په وخت ونيول شو او په ١٩٩٩م کال د برېښنا د څانګې د يوه مشرشاهد حميد د وژنې په تور په اعدام محکوم شو.

د پېښور پر ښوونځي د تېرکال تر بريد وروسته چې په پاکستان کې د اعدام د سزا بنديز پورته شو، نو د صولت مرزا د اعدام اعلان هم وشو، چې ټاکل شوې وه د مارچ پر اتلسمه نېټه په مچ زندان کې اعدام شي، خو نوموړي تراعدام څو ساعته مخکې په يوه مرموز اعترافي ويډيويي پيغام کې- چې په هغه شپه د پاکستان په ټولو ټلويزنونو کې خپور شو- تور و لګاوه، چې دى د برېښنا د مشر وژنې ته د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين او د دې ګوند ځينو نورو مشرانو هڅولى وو:

((په کومه قضيه کې چې زه د اعدام په سزا محکوم شوى يم، د برېښنا د څانګې د مشر شاهد حميد صاحب مرحوم د وژنې په تور، د دې لپاره بابر غوري- چې د متحده قومي غورځنګ يو مشر دى- موږ خپل کور ته ور وبللو، موږ څلور کسان وو، بابر غوري پخپل کور کې له الطاف حسين سره خبرې وکړې، الطاف حسين د بابر غوري په وسيله موږ ته د شاهد حميد د وژنې امر وکړ، تر هغه وروسته دا پېښه وشوه.

الطاف حسين به تل د متحده قومي غورځنګ د مشرانو او کله- کله په خپله مستقيم موږ ته د دا ډول وژنو امرونه راکول.))

د صولت مرزا تر دغو تورونو وروسته د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د نوموړي اعدام وځنډاوه او له ده څخه پر متحده قومي غورځنګ د لګېدلو تورونو د سپيناوي لپاره د پلټنې يوه کومېټه جوړه شوه، چي په مچ زندان کې يې له نوموړي څخه په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې او د مې دوولسمه يې د اعدام نوې نېټه و ټاکل شوه.

د مرزا خويندې، وروڼه او د کورنۍ نور غړي پرون دوشنبه له هغه سره د وروستي ديدن لپاره مچ زندان ته ورغلي وو، خو د هغه مېرمن نګهت مرزا په اسلام اباد کې وه، چي په مرکزي حکومت د خپل خاوند د اعدام نېټه يو ځل بيا و ځنډوي، خو مرکزي حکومت يې غوښتنه ونه منله او نن سه شنبه سهار وختي يې په مچ زندان کې اعدام کړ.

متحده قومي غورځنګ د خپل دې پخواني غړي صولت مرزا تورونه په کلکه رد کړي وو او ويلي يې و چې دا د دوى د ګوند د بدنامولو يوه دسيسه ده، خو دغه ګوند په کراچۍ ښار کې د زرګونو کسانو په هدفي وژنو تورن دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG