د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

نن به کابل د پاکستان د صدراعظم کوربه وي


نن به کابل د پاکستان د صدراعظم نوازشریف کوربه وي. له نوموړې سره په دې سفرکې د پاکستان د پوځ لوی درستیزجنرال راحیل شریف او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا سفر د ولسمشراشرف غني په بلنه ترسره کیږي او په کې به دواړه خواووې د تروریزم ضد مبارزې په شمول په بیلابیلو مسلو خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یو والي دا حکومت د جوړیدو راهیسې دا د پاکستان د صدراعظم نوازشریف لومړی سفردی چې کابل ته یې کوي.

نوموړی تردې مخکې د ۲۰۱۳ م کال په نومبرمیاشت کې افغانستان ته تللی و چې هغه مهال پخواني ولسمشرحامد کرزی په واک کې و.

خوله نوازشریف سره په دې سفر کې ملګري د پاکستان د پوځ لوی درستیزجنرال راحیل شریف بیا ترې دې مخکې همد ملي یووالي د حکومت د مشرانو سرد خبرواترو لپاره کابل ته تللی او په دې سفرکې هم له نواز شریف سره ملګری دی.

‌د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په راحیل شریف سربیره، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیز او یو شمېر نورپاکستاني چارواکي هم په دې سفرکې له نواز شریف سره ملګري دي.

پاکستاني رسنۍ وايې، افغانستان ته تر روانیدو مخکې نوازشریف د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې هېواد د پوځ د مشر راحیل شریف او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون یوه د سلامشورې غونډه کړې او په هغې کې یې د افغانستان سره د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خپلو کې خبرې کړي.

په دې اړه چې د کابل د سفرلپاره د پاکستاني چارواکو د چمتوالي په دې غونډه کې په کومو مسالو بحث شوی جزییات نه دي ورکړل شوي.

خود پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې نواز شریف به په دې سفرکې له افغان چارواکو سره د لیدنو کتنو په لړ کې له ولسمشراشرف غني سره یو په یو خبرې اترې وکړي او همدارنګه به د افغان حکومت له اجرایوي ریس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې سفرکې به د افغانستان سره د نژدې او د همکارۍ پربنسټ د ولاړو اړیکو د لا ټینګښت هڅه وشي.

نوازشریف په داسې حال کې افغانستان ته سفرکوي چې په افغانستان د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت په رامنځ ته کیدو او اسلام اباد ته د نوموړې له سفر ورسته د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ناڅاپي نژدې والی راغلی او دواړه غاړې د یو بل سره په ښې همکارۍ او سوله ییز ګاونډیتوب ټینګار کوي.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیرکې مرسته کولای شي او دوی یې په دې برخه کې د صادقانه همکارۍ غوښتونکې دي.

خو په عین حال کې د افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو په وتلو او د اوړي د موسم په رابره کیدو جګړې او ناکراریو زور اخیستې.

په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو پړه که څه هم اوسني افغان حکومت لکه د پخوا په شان د پاکستاني لوري په نه همکارۍ نه ده اچولې خو د چارو څارونکي او عام افغانان یې د پاکستان پر همکارۍ او صداقت شکمن کړي.

په داسې حالاتو کې به کابل ته د پاکستان د صدارعظم نواز شریف سفر څه له ځان سره ولري؟

دا پوښتنه مو د کابل د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد امان الله احمدزي څخه وکړه.

نوموړی وویل چې که دا ډول سفرونه له تشریفاتي ناستو ولاړو اخوا په صادقانه همکاریو ولاړ وي نو د نوازشریف وروستي سفر د افغانستان د سولې لپاره مهم دی. ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

((پاکستان کولای شي پرطالبانو له خپل اغیزه استفاده وکړي او هغوی د افغان حکومت سره خبرو ته کینوي.))

نوازشریف په داسې حال کې کابل ته ځي چې تیره اونۍ په قطرکې د لومړي ځل لپاره د افغان دولت، طالبانو او اسلامي حزب استازو په یوه غیرې رسمي غونډه کې خپلو کې خبرې وکړې او د ځینو اختلافي مسالو په هواري کې یې د پرمختګ په اړه هم راپورونه ورکړل شول.

دا چې د جګړو په دې تاوده موسم کې به کابل ته د نوازشریف سفرد سولې په برخه کې له ځان سره کوم نوی خبر ولري کنه څرګنده نه ده. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه په خپله خبر پاڼه کې ویلي:

افغانستان ته د نوازشریف سفربه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې راغلی مثبت بدلون لا پسې پیاوړی کړی او په سیمه کې یوې پایدارې سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره به ګډې هڅې ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG