د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

کابل ته د نواز شريف دا سفر ولې مهم دى؟


د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سفر مهم ارزوي او وايي، د دې دورې مهم ټکى دا دى، چې صدراعظم شريف او د دې هېواد د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف دواړه يو ځاى کابل ته روان دي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف به نن د يوه جګپوړي سياسي او پوځي پلاوي په ملتيا کابل ته لاړ شي او له افغان ولسمشر، اجرايه رييس او نورو چارواکيو سره بۀ په دوه اړخيزو او سيمه ييزو مسالو بحث وکړي. اعلاميه کاږي:

((دا سفر پر داسې مهال کيږي چې دوه اړخيزې اړيکې ډيرې تودې، پر يو بل باور زيات شوی او دواړه د يوې باثباته سيمې په جوړولو سره موافق دي.))

په دغه سفر کې به له صدراعظم نواز شريف سره پر ځينو دولتي چارواکيو سربېره د پاکستاني پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف هم ملګرى وي.

نواز شريف او راحيل شريف په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې په دې وروستيو کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو غېر رسمي لړۍ پيل شوې، چې د پاکستان حکومت يې هرکلى و ملاتړ اعلان کړى او په دې لړ کې يې د مرستو ژمنه کړې ده.

د پاکستان د سياسي او پوځي چارو ځينې څارونکي کابل ته د نواز شريف په مشرۍ ددغه سياسي او پوځي پلاوي سفر مهم ارزوي او وايي، چې دواړه هېوادونه به ښايي د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون پر ځينو بنسټيزو موضوعاتو خبرې وکړي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ددغه سفر په اړه وويل:

((يو خو دا خبره ده چې ددې خبرې مخکې نه ډېر امکانات وو، چې صدراعظم نواز شريف به ډېر زر د افغانستان سفر کوي، ځکه چې د پوځي چارواکيو سره سره د پاکستان مهمو سياسي چارواکيو لکه صدراعظم او نور وزيران هغوى دا سفر وکړي او ملاقاتونه وکړي.

زما په خيال په ډېرو موضوعاتو به خبرې کېږي، لکه يو بل سره تعاون کول، بې اعتبارۍ کول او بله دا چې په سيمه کې به امن څنګه راځي؟ او د يو بل هېواد به د يو بل په ضد نه کارېږي. نه دا خبرې مخکې هم شوي دي، اوس به هم کېږي او دا وزير اعظم او د پوځ مشر چې دواړه يوځاى روان دي، نو دا ډېر يو مهم سفر دى او دې کې به زما په خيال دوى کوشش کوي، چې په خپلو اړيکيو کې نور ښه والى راولي او د امن په پروژه کې څه پرمختګ وشي.))

نواز شريف دا سفر تر هغې وروسته کوي، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو تګ راتګ ډېر شوى، چې په نتيجه کې يې د پاکستاني لوى درستيز راحيل شريف، ددې هېواد د استخباراتي ادارې ISI مشر رضوان اختر کابل ته او همداراز د افغان پوځ لوى درستيز جنرال شير محمد کريمي اسلام اباد ته سفرونه کړي.

همداراز د پاکستان د ملتپاله او ځينو نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم په دې وروستيو کې کابل ته سفرونه کړي او له افغان ولسمشر او نورو چارواکيو سره يې پر دوه اړخيزو او سيمه ييزو اړيکيو خبرې کړي.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانى منصبدار سيد نذير مومند بيا دا سفر ځکه ډېر مهم بولي، چې د پاکستان صدراعظم او د پوځ لوى درستيز په لومړي ځل يوځاى کابل ته روان دي.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

((دا دوره په داسې وخت کې کېږي، چې په قطر کې څه ناڅه مذاکرات وشو او د يو بل رايه معلومه شوه او بله خبره دا ده چې پاکستان ته د چين صدر راغلى و او د هغې نه علاوه په افغانستان کې چې کوم د امن طرفته هلې ځلې شروع دي، په هغې باندېخبرې کېږي.

بل طرفته بارډر کارډينشن او سيکيورټي باره کې دغه هم يوه خبره ده. نو ضروري خبره ده، چې کله سياسي او پوځي مشران يوځاى شي، نو بيا فيصله او خبره يوه شي.))

نوموړى زياتوي، چې د سيمې د سياسي ثبات د امنيت لپاره د کابل او اسلام ښې اړيکي ډېرې مهمې دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم دويمه او افغانستان کې محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته لومړى سفر دى.

تر دې مخکې نوموړي د ٢٠١٣م کال په نومبر کې د کابل سفر کړى و او د هغه وخت له ولسمشر حامدي کرزي او نورو افغان چارواکيو سره يې ليدلي وو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبرپاڼه وايي، چې له افغانستان سره د پاکستان نزدې او ښې اړيکي ددې هېواد د بهرنۍ پاليسۍ لومړيتوب دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG