د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

ابراهیمي: د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي


د ولسي جرګې ریس وایي، چې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او ولسمشرباید دې موضوع ته توجه زیاته کړي.

عبدالروف ابراهیمي دغه څرګندونې نن د جرګې په عمومي غونډه کې وروسته له هغې وکړې چې د یو شمېر ولایتونو وکیلانو امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې روانو ناامنیو د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډه هم تر سیورې لاندې راوستلې وه او وکیلانو د یو شمېر ولسوالیو وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د ناامنیو لامل د حکومت بې غوري ده او له ولسمشره یې وغوښتل چې دې موضوع ته باید جدي پام وکړي:

((د ولسي جرګې له ادرسه ولسمشرمخاطبوم چې د وسله والو ځواکونو د سرقومندان په توګه باید د امنیت ټینګښت ته پام وکړي، افغانستان هره ورځ د قربانیو شاهد دی او د ولسوالیو د سقوط له خطر سره مخ دی.))

ښاغلی ابراهیمي دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې طالبانو وړمه ورځ د بادغیس جوند ولسوالۍ ونیوله او لاهم د دوی په واک کې ده.

له بادغیس پرته په بدخشان، کندز، غور، فاریاب، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې دا مهال د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.

د ولسي جرګې مشر وروسته له هغې له ولسمشره د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه چې د جرګې اکثرو غړو د خپلو ولایتونو امنیتي وضعه ګواښونکې وبلله.

له دې ډلې د جرګې دوو غړوو قاضي عبدالرحیم او صفیې ایماق خپلې اندیښنې داسې څرګندې کړي:

((۱ که خدای مه کړه هره ورځ یوه ولسوالۍ په بلې پسې سقوط وکړي، هېواد خپله د ورانۍ خوا ته ځي، حکومت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه ولري.

۲ په جوند ولسوالۍ کې دا مهال څلورپنځه سوه طالبان ځای پرځای دي، له خلکو یې غوښتي چې راشي وسلې موږته وسپاري او موږ تاسوته څه نه وایو، که پام ونه شي باور وکړی د بادغیس ښار به سقوط وکړي.))

هڅه مو وکړه چې د ولسي جرګې د غوښتنو او اندیښنو په اړه د جمهوري ریاست نوی نظر را واخلو، خو څوک خبرې کولو ته حاضر نه شول.

له دې یوه ورځ وړاندې بیا ولسمشر روانه جګړه تحمیلي وبلله او وې ویل چې دې جګړې ته به د جګړې په وسیله ځواب ورکړي.

د امنیتي چارو څيړونکي بیا وایي چې که حکومت ډیرژرد روانو ناامنیو مخ ډب نه کړي، لمن به یې لا پراخه او کنټرولول به یې له امکانه ووځي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG