د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

په باجوړ ايجنسۍ کې بمي چاودنې د يوه مشر په ګډون ٥ کسان ووژل


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په ماموند سيمه کې چارواکي وايي، چې د يوه حکومت پلوه قبايلي مشر پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې، چې په نتيجه کې دوى ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ايجنسۍ امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې د دوشنبې په سهار د باجوړ د ماموند په زاګۍ نومي سيمه کې د يوه ځايي قبايلي او د امن کمېټې د مشر ملک محمداجان پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه وشوه، چې په نتيجه کې يې د هغه په ګډون لږترلږه پنځه کسان ووژل شول.

د دوى په خبره، چې چاودېدونکي مواد له مخکې نه د سړک پر غاړه ځاى پرځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په واسطه والوزول شول، چې له امله يې د ملک محمدا جان موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو.

د باجوړ ايجنسۍ يوه ځايي خبريال، چې پېښه يې له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

((دا پېښه د ماموند تحصيل په زګۍ علاقه کې رامنځته شوه، دغه ځاى کې د ملک محمدا جان او ملک مسافر سور رنګه فيلډر ګاډى و، چې د سړک په کناره کې ورته چا بم ايښى و، چې په نتيجه کې يې پېنځه کسان مړه شول.

ملک محمداجان د امن کمېټۍ مشر و او ملک مسافر هم يو مخور قبايلي مشر و.))

د سيمه ييزو امنيتي چارواکيو په وينا، چې امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې په پيل کړي دي.

د باجوړپه مرکز ښار کې د دولتي روغتون يوه چارواکي د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د دغه پېښې ټول مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي، چې تر لومړنيو پلتڼو وروسته به يې کورنيو ته ور وسپاري.

باجوړ ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې د افغانستان له ختيځو ولايتونو، له مومند ايجنسۍ او خيبر پښتونخوا سره اوږده پوله لري.

ويل کېږي، چې په دې سيمه کې د پاکستاني وسله والو طالبانو بېلابېلې ډلې فعاليت کوي، چې وخت نا وخته پر حکومت پلوه قبايلي مشرانو، امنيتي ځواکونو او همداراز پر ښوونځيو او نورو دولتي ودانيو وسله وال بريدونه کوي.

په باجوړ کې پر دغه قبايلي مشر دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې پاکستانيو ځواکونو په دې وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ګډون په يو شمېر نورو قبايليو ايجنسيو کې پوځي عمليات پيل کړي، چې په نتيجه کې يې ترهګرو ته د سترو زيانونو اړولو ادعا کوي.

د يادونې وړ ده، چې په باجوړ ايجنسۍ کې ددغه قبايلي او امن کومېټې د مشر پر موټر د بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG