د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د برمته شویو ا۳ مسافرینو له ډلې ۱۹ یې خوشې شوي دي


د غزني چارواکي وايي، په زابل کې د تښتول شويو يو دېرشو تنو مسافرو له ډلې؛ نولس تنه يې نن سهار خوشې شوي دي.

چارواکي وايي، دغه نولس تنه برمته شوي مسافر نن سهار د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمې خلکو ته سپارلي دي.

دغه کسان له دوولسو نورو مسافرو سره يو ځای څه موده وړاندې په زابل کې تښتول شوي وو.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، راخوشې کړل شوي کسان روغ رمټ دي او د غزني چارواکي هڅه کوي چې اوس يې ښار ته راولي.

د غزني د ولايتي شورا ریيس خالقداد اکبري وايي؛ دغه کسان نن سهار وختي د سيمې خلکو ته سپارل شوي او دا مهال په داسې ساحه کې دي چې هلته ټلیفونونه انتن نه ورکوي.

دی وايي، هڅې روانې دي چې خوشې شوي کسان غزني ته راوستل شي او پاتې برمته کسان هم راخوشې کړل شي.

"نن د پنځو او شپږو بجو تر منځ د برمته شويو مسافرو له ډلې؛ نولس تنه طالبانو خوشې کړی دي. دوی دا مهال د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې دي او موږ هڅه کوو چې له طالبانو سره پاتې بندي کسان هم راخوشې کړو."

دی وايي، د دغو کسانو د راخوشې کولو په بدل کې د ځينو طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه يې اورېدلي؛ خو وايي، په دې اړه زيات مالومات نه لري.

شاو خوا درې مياشتې وړاندې يوې ډلې وسله والو چې ځانونو يې په داعش پورې تړلي بلل؛ په زابل کې يو دېرش تنه مسافر له موټرو کښته کړل او نن يې له ډلې نولس تنه طالبانو خوشې کړل.

يوه مياشت وړاندې ازادۍ راډيو ته داسې اسناد په لاس ورغلي وو چې ګواکې د غزني د والي په منځګړتوب، د داعش ډلې دغه کسان طالب وسله والو ته سپارلي دي.

راپور: سيدشاه سقيم

پخواني معلومات:

د زابل دولایتي شورا مشر وايي چې په دغه ولایت کې دبرمته شوو ۳۱ مسافرنیو له ډلي ۱۹ تنه یې تیره ورځ ناوخته راخوشي شوي دي.

عطاجان حق بیان ازادي راډيو ته ویلي چې یاد کسان دقومي سپین ږیرو په مرسته دوسله والو مخالفینو دیو شمیر زندانیانو په تبادله کي چې ښځي هم پکي شاملي وي را خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دبرمته شوو مسافرینو له ډلي ۱۲ تنه لا دوسله والو مخالفینو سره دي چې د خوشې کولو لپاره یی د حکومت هڅي روانې دي.

تر دا مهاله دزابل د ولایتي شورا ددې څرګندونو په اړه افغان چارواکو او وسله والو مخالفلینو څه نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG