بریتانوی انډیپنډنټ ورځپاڼه په کندوزکې د جګړو او پر ولسي خلکو یې د اغیزپه اړه په یوه مطلب کې لیکي، بي بي مریم په امام صاحب کې په خپل کور کې غوا لوشله چې کورته ته نژدې یې د توپ یوه مرمۍ ولګیده.
دا وایي، سمدستي یې خپل شپږ اولادونه راټول کړل او امن ځای ته یې ودانګل.
بي بي مریم انډیپنډنټ ته ویلي، ویې نشو کړای چې له ځان سره کوم شی واخلي ان ګرم خواړه یې هم د میز پرسر پریښودل.
د ورځپاڼې په وینا نوموړې له هغو په زرګونو کسانو سره یوځای شوې چې په کندوز کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښتو له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.
انډیپنډنټ لیکي، یو شمېر بې ځایه شویو په کندوز ښار کې خپل خپلوانو ته پناه ور وړې، یو شمېر په خیمو کې اوسي او ډیر نور له دې ولایته وتلي دي.
په امام صاحب او چاردره کې د خصوصي روغتیایي کلنیکونو ډاکترانو دې ورځپاڼې ته ویلي چې زښت زیات ټپیان چې په مرمیو لګیدلي یا د نورو مهماتو د چادویدوله امله ژوبل شوي و، د دوی کلینکونو ته ورغلی و.
یوه ډاکټر د خپل نوم نه ښودلو په شرط انډیپنډنټ ته ویلي چې د ښځو، ماشومانو او زړو په شمول په وینو لړلي کلیوال ورغلي و چې ځیني یې نشوای کیدای وژغورل شي.
یوه بل ډاکټر هم چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، دې ورځپاڼې ته ویلي چې ان د وسله والو طالبانو درملنه یې هم کړې او زیاتوي چې د ملکي تلفاتو شمېر له هغه څه زیات دی چې تر اوسه یې یادونه شوې ده.
انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي، بهرنیو وسله والو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پوله له اوږدې مودې راهیسې د ځان لپاره د ثقل په مرکزبدله کړې چې د چارواکو په وینا په وروستیو کې یو شمېر دغو وسله والو د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته بیعت کړی خو د کندز یوه امنیتي چارواکي ویلي، په دې اړه یې چې د دې ولایت په جګړو کې به داعش ډله ښکیله وي، کوم شواهد نه دي موندلي خو خبردارۍ ورکوي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه به ډیره اوږده او سخته وي که امریکایي جټ او بې پیلوټه الوتکې یې ملاتړ ونه کړي.
د دغه چارواکي په وینا په دغو وسلوچې د دوی په لاس کې دي، دغه جګړه مخ ته نه شي وړلای.
امریکایي سان انتونیو اکسپرس ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، ساحلي ګارډ په افغانستان کې له څه باندې یوې لسیزې جګړې وروسته بالاخره له دې هېواده خپلې وروستۍ څارونکې ډلې چې له پوځ سره یې بیرته امریکا ته د کارګو په استولو کې مرسته کوله، بیرته خپل هېواد ته ستنې کړې.
د ساحلي ګارډ دغه پنځلس کسیزه ډله به د دوشنبې په ورځ د نورفولک نړېوال هوایي ډګر ته ورسیږي.
د ورځپاڼې په وینا متحدوایالتونو ته د دغې کوچینۍ څارونکې ډلې بیرته ستنیدل د دې یوه نښه ده چې امریکا تر څه حده په افغانستان کې خپل حضور کموي.
ورځپاڼې د امریکایي پوځي سټیفن ټامسن خبره رااخیستې چې ویلي یې دي د دوی ماموریت دا و چې دا یقیني کړي چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو په وتلوکې ځنډ رانه شي.
د ریډ په نامه دغې ډلې د افغانستان په جګړه کې چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، د ایتلافي ځواکونو د حضور په کمیدو کې مستقیمه مرسته کړې ده.