د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

غني: د سولې د هڅو ترڅنګ به د مخالفینو ځپلو ته هم دوام ورکړو


ولسمشراشرف غني وايي، چې حکومت به د طالبانو پرضد جګړې ته دوام ورکړي خو له دې سره په څنګ کې به د سولې هڅو ته هم دوام ورکړي.

افغان ولسمشر وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي ده خو اشرف غني د سولې د راوستو په مقصد د حکومت د ټینګ هوډ یادونه کوي او وايي چې د سولې په مقصد روانې هڅې جدي دي.

ولسمشرغني دا څرګندونې د کرویشیا له ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتاروویچ Kolinda Grabar-Kitarović سره چې پرون د یوه رسمي سفرپه مقصد په کابل کې وه ترکتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني په تېرو څو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو ته چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي اشاره وکړه او ویې ویل چې حکومت به د سولې د هڅو ترڅنګ د وسله والو مخالفینو ځپلو ته دوام ورکړي:

((جګړه پرافغانستان تپل شوې ده خو د افغانستان حکومت او خلکو پرېکړه کړې چې هېڅکله به دې تحمیلي جګړې ته تسلیم نشي.

موږ په ټینګ او راسخ هوډ له خپلو حقونو څخه دفاع کوو او په عین حال کې د سولې هیلې ژوندۍ ساتو.))

ښاغلي غني په افغانستان کې د جګړې پرعواملو او د دې جګړې د پای ته رسولو پرلارو چارو خبرې وکړې.

ده د جګړې اقتصاد او د مخدرو مواد قاچاق، نړېوال تروریزم او په وروستۍ برخه کې له بهره مداخلې د افغانستان د جګړې عوامل وبلل او د کورنیو، سیمه ییزو او نړېوالو هڅو ګډون یې د دې جګړې د حل د لارو چارو په توګه په ګوته کړې.

د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې له ولسمشرې کیتاروویچ سره په دې سفر کې د کرویشیا د مسلمانانو د ټولنې مفتي عزیز حسنوویچ Aziz hasanovic هم شامل دی.

ولسمشر وویل، چې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف به له حسنوویچ سره د دواړو هېوادو د دیني عالمانو ترمینځ د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

مېرمن کیتاروویچ چې پخوا یې د کرویشیا د بهرنیوچارو د وزیرې او وروسته د ناټو د عمومي منشي د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې، څو ځلې مخکې هم افغانستان ته سفرونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG