د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

په ننګرهارکې د کرکټ ملي لوبغاړو ترمنځ سیالۍ روانې دي


د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د تېرې اونۍ راهیسې د ننګرهارد غازي امان الله خان د کریکټ په نړېوال لوبغالي کې تمرينې سیالۍ پیل کړي، چې اوس هم روانې دي.

د کریکټ د ملي لوبډلې منيجر ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل، چې دا د لویو وچو څلور ورځینيو سیاليو لپاره تمرينات دي:

((د یوویشت لوبغاړو ترمنځ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې دوه څلور ورځينز سیالۍ ترسره کيږي، چې یوه لوبه شوې او دویمه اوس روانه ده، په دغو یوویشت لوبغاړو کې به ګورو، د دوی فیټنیس څنګه دی، هغه لوبغاړي هم معلوموو، چې ډير وخت په لوبو کې نه وو، د هغوی تیاری څنګه دی کولای شي، چې په دې سیالیو کې برخه واخلي که څنګه.))

نوموړی وايي، له دې تمریني سیالیو له لارې به هغه لوبغاړي انتخاب کړي، چې ښه لوبه يې کړې وي.

همکار وايي، دغه سیالۍ د دوی لپاره ډيرې مهمې دي او تمه لري، چې د تېرپه څير د لویو وچو څلور ورځينۍ سيالیو اتلولي خپله کړي:

"که چیرته موږ د دغو سیالیو پایلوبه وګټله نو موږ به د لسو عضویت لرونکو هېوادونو لاندې کوم دوه هېوادونه دي، هغوی سره ټست سیالۍ ترسره کوو او که چېرې مو یوه لوبه هم ترسره کړه ټسټ سالۍ اخیستلی شو، انشالله موږ تیاری نیولی او په لوړ مرام سره به د دې سیالیو اتلولي خپلوو.))

د لویو وچو څلور ورځينۍ سیالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کیږي، چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبرپه څلورمه افغانستان ددې سيالیو اتلولي خپله کړې وه.

د کریکټ بورډ دچارواکو په خبره په پام کې ده، چې د لویو وچو څلور ورځینیو سیالیو په لړکې افغانستان خپله لومړی لوبه سکاټلیند لوبډلې سره د جون میاشتې په دویمه نیټه ترسره کړي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG