د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ولسمشر غني: په افغانستان باندې تحمیل شوې جګړه په جګړې ځوابوو


ولسمشر غني د کروشیا له ولسمشرې کولینډا ګرابر کیتاروویچ سره په خبري کنفرانس کې.
ولسمشر غني د کروشیا له ولسمشرې کولینډا ګرابر کیتاروویچ سره په خبري کنفرانس کې.

افغان ولسمشر وايي چې نړیوالې تروریستو شبکې؛ نړیوال جرمي اقتصاد او نیابتي جګړو د افغانستان نا امنۍ تودې ساتلې دي.

محمد اشرف غني وویل چې افغان حکومت به هیڅکله پرینږدي چې تحمیلي جګړې یې هېواد وران کړي؛ بلکې دا جګړې هرومرو ځوابوي.

ښاغلي غني د کروشیا له ولسمشرې کولینډا ګرابر کیتاروویچ سره د یکشنبې په ورځ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې دا مسایل یاد کړل:

"تحمیل شوې جګړه په جګړې ځوابوو؛ پرته له دې چې د سولې سپیڅلې هیله هېره کړو. بېلابېل عناصر سره یوځای شوي چې تحمیلي جګړه یې رامنځته کړې ده. یو عنصر یې نړیوال جرمي اقتصاد دی. دا اقتصاد نا امنۍ غواړي.

نړیوالو تروریستي شبکو لاس یو کړی او د افغانستان د ګاونډیو له هنده نیولې تر روسیې پورې د هدف ګرځولو لپاره او همداراز د سیمې، اسلامي نړۍ او نړېوالې ټولنې د بې ثباتۍ لپاره زموږ خاوره کاروي."

افغان ولسمشر د سیمې ټول هېوادونه د تروریزم له خطر سره مخامخ وبلل او ویې ویل چې په کار ده؛ له دې پدیدې سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهور رییس غني په داسې حال کې د تحمیلي جګړې پر وړاندې د جګړې اعلان کوي چې اوس وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان پوځیانو عملیات دوام لري.

اخوا د کروشیا ولسمشرې کولینډا ګرابر کیتاروویچ وویل چې هېواد یې د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی او په دې لار کې له افغانانو سره مرسته کوي:

"زه ډېر ژر له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ د یوه جامع تړون د لاسلیک کولو په تمه یم. کروشیا د یوه با ثباته، متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکې او په دې غوښتنې متعهده ده. موږ د ایساف په چوکاټ کې له تاسو سره همکاري وکړه او اوس وخت د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له تاسو سره همکاري کوو."

اغلې کیتارووچ وویل چې هېواد یې هم یو وخت د جګړې قرباني و او دا درک کوي چې افغانان له څه ځوریږي.

د کروشیا ولسمشر میرمن کولینډا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته د افغان حکومت له اجراييه رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې هیله ښودلې چې کروشیا د نورو سیاسي برخو تر څنګ د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

"افغانستان په تېرو کلونو کې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ملګرتیا جوړه کړه؛ کروشیا هم د دغو هېوادونو په ډله کې دی؛ د کروشیا ولسمشره د افغانستان د دوستانو په ډله کې ده؛ دوی له افغانستان سره د همکارۍ احساس درلود او په دې برخه کې یې رول لوبولی دی."

افغان کارپوهان وايي، د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ ډېر ضرروي دی؛ خو افغان حکومت ته په کار ده چې له دې ښو نیتونو په سمه توګه استفاده وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG