شیبه مخکې د کابل د شپږمې حوزې په سناتوریم سیمه کې چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته د پلټنې ټیم استول شوی او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.
راپورونه وايي چې دا چاودنه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکي پر موټر شوې ده.
وسلوالو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د کابل په دارالامان سیمه کې یوه انتحاري حمله وشوه چې په نتیجه کې یې دوه تنه مړه او ۱۵ ټپیان شول.