د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

عبدالله عبدالله د افغان میندو او ماشومانو د مړینې کچه ټکان ورکوونکې بولي


د افغان حکومت اجرایيه رییس وایي؛ د حکومت له هڅو سره - سره لا هم په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده او د دې ستونزې هواري ته باید کار وشي.

عبدالله عبدالله وایي چې د سیمې په کچه افغانستان لا هم د میندو او ماشومانو په مړینه کې لومړی درجه هیواد دی.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ په کابل کې د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د ژمنتیا د بیا نوي کولو په نوم په جوړ شوي کنفرانس کې وویل:

"افغانستان د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په زیاتوالي کې د نړۍ په لومړیو اووه ویشتو هېوادونو کې او د سیمې په کچه له بد مرغه لا هم اول هېواد یو. دا هغه رقم دی چې په اول ښودلو باید ټول ټکان وخورو."

ښاغلي عبدالله د دغې کچې د راټیټولو په برخه کې افغان حکومت ژمن وګڼلو او له نړېوالو یې هم وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال د زېږون پر مهال هر کال په یو لک میندو کې ۳۲۷ تنه مړې کېږي چې پخوا دغه شمېره ۱۶۰۰ ته رسېده.

دغه شان له پنځو کلونو نه ښکته ماشومان چې د مړینې کچه یې هرکال په ۱۰۰۰ کې ۲۵۷ وه اوس ۹۷ ته راښکته شوې ده.

د ۲۰۰۷ زېږدیز کال د مخه چې د قابله ګۍ له خدمتونو شا او خوا ۲۷ سلنه میندې برخمنه کېدې اوس ۴۰ سلنه میندې برخمنه دي.

د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د ژمنتیا د بیا نوي کولو په نوم کنفرانس چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د امریکا د پراختیايي ادارې یا "یو. اېس. اې. آی. ډي" د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان (یونسف) او د اغا خان پوهنتون له خوا جوړ شوی دی؛ درې ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د دغه درې ورځني کنفرانس په ترڅ کې به په یاده برخه کې څو کلن پرمختګونه او د نوېوو پالیسو د پلي کولو لپاره وړتیاوې وارزول شي:

"په دغه کنفرانس کې موږ یو ځل بیا د میندو او ماشومانو د مړینې د راټېټولو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کوو او خپل پرمختګونه او د نویو او نوښتګرو پالیسو د پلي کولو په برخه کې خپلې وړتیاوې ارزوو."

د دغه کنفرانس په پرانیست غونډه کې د امریکا پراختیايي ادارې یا "یو. اېس. اې. آی. ډي" او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (یونسف) په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

که څه هم په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ بدلون راغلی دی؛ خو کارپوهان وايي چې په کم عمر کې د نجونو ودول او خوار ځواکۍ موضوع په دې برخه کې مهم لاملونه دي چې باید ورته جدي پام وشي.

XS
SM
MD
LG