د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو کډوالو سره مرستې زیاتیږي


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي؛ له دې وروسته به د کډوالۍ نړېوال سازمان له هغو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې له ایران او پاکستان نه هېواد ته راستنیږي.

که څه هم داسې انتقادونه موجود دي چې حکومت له هغو کډوالو سره مرسته نه کوي چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنیږي؛ خو اوس چارواکي د دې ستونزې د هواري ژمنه کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي؛ له دې وروسته به "آی. او. اېم" له راستنوو شوو کورنیو سره مرستې زیاتوي.

ښاغلي بلخې د یکشنبې په ورځ د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره په دې اړه د یوه تړون د لاسلیلک کولو پر مهال وویل:

"په دې تړون کې به په تخنیکي او ظرفیت لوړولو او د کډوالۍ د چارو په اړه د جامع معلوماتو راټولو برخه کې او همدارنګه د هغو افغان ګډوالو چې له پاکستان؛ ایران او یا اروپايي هېوادونو څخه په زور را شړل کیږي مرسته کوي. "

هغه زیاته کړه د دې تړون له مخې به د کډوالۍ نړېوال سازمان د کډوالو چارو زارت د مامورینو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تخنیکي همکاري کوي او د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه به د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي.

د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي چې دا مهال یو عشاریه شپږ میلیونه راجسټر شوي او یو میلیون نا راجسټر شوي افغان کډوال په پاکستان او همدارنګه څه باندې یو عشاریه یو میلیون راجسټر شوي او یومیلیون نارجسټر شوي افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

له ایران او پاکستان سربېره په ټوله نړۍ کې یو عشاریه دوه میلیونه افغانان په قانوني او یا غیر قانوني توګه مهاجر دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM مرستیاله نورا ټامسن وايي؛ د کډوالو په چارو کې به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو:

"موږ هغه ستونزې ښې درک کړې دي چې یوشمېر کډوال یې په نړۍ او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې لري؛ موږ خورا ډېر خوښ یو چې له تاسو سره همکارۍ ته دوام ورکوو؛ مونږ غواړو له دې فرصت څخه د هیواد په ګټه کار واخلو؛ موږ هیله من یو چې له تاسو سره مو همکاري دوام وکړي."

د دغو مرستو تړون په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې په دې وروستیوکې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو راستنیدل زیات شوي دي.

کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لارې دې په ایران او پاکستان فشار راوړي چې افغان کډوال په زوره را ونه باسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG