د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

عطا محمد نور: افغان حکومت د امن په ټينګښت کې پاتې راغلى


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د امنیت ټینګښت په برخه کې د ملي یووالي حکومت مدیریت ضعیف ګڼي او وايي، چې له موجوده امنیتي چارو څخه د کنترول لپاره افغانستان په کار پوه نظامي چارواکي نه لري.

نور همدارنګه ویلي دي، که حکومت د افغانستان د شمال امنیت ته پام ونکړي، نو دی به د خلکو لویې لویې ډلې منسجمې کړي او په ځاني دفاع به لاس پورې کړي:

"که جدي پاملرنه یې وکړه خو ډېر ښه او کنه بیا زه مجبور یم خلکو ته مخه کړم او له دوی څخه وغوړام چې د خپل ځان د ساتنې لپاره سر راټول شي او شخصي دفاع ترسره کړي"

عطا محمد نور د امنیت شورا پر تصمیمونو انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې تر دمه دې شورا هېڅ داسې پرېکړه نه ده نیولې چې امن ورسره ښه شي.

نور وویل، چې د امنیت شورا ترټولو لوی کار دا دی، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د داعش حضور افشا کړ، خو هغه هم وروسته له وخته دا کار یې وکړ.

عطا محمد نور چې د روسي ډیپلوماتانو او د بلخ مدني فعالانو یوې ګډې غونډې ته په مزارشریف ښار کې خبرې کولې له ګن شمېر غربي او آسیایي هېوادونو سره یې د افغانستان ستراتیژیک تړونونه بې ارزښته وبلل او ويې ویل چې دا تړونونه د افغانستان په ګټه نه دي.

ښاغلي نور وویل، چې د یادو تړونونو په لاسلیک او د وخت په تېرېدو سره نه افغان پوځیان په مجهزو وسلو سمبال شول او نه هم دوی ته نفتي اکمالات برابر شول:

"څه شو دا ستراتیژیک تړون یې چې لاس لیک کړی و؟ ستراتژیک تړون یعنې څه؟ له هر یو بهرني هېواد، اروپايي هېواد او نورو سیمه یيزو هېوادونو سره مو امنیتي تړون لاسلیک کړ"

پداسې حال کې عطا محمد نور د شمال د امنیت په ټینګښت کې د ملي یوالي حکومت مدیریت ضعیف بولي، چې په ورته وخت کې بیا د اجراییه ریاست مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د دارالانشا رییس په توګه د نصرالله ارسلایي د معرفي کولو پر مهال دا په ټینګه رد کړه چې ګواکې د ملي یوالي حکومت ناامنۍ شمال ته غځولې ده، او په ناامنیو کې دولت لاس لري.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG