د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۵

د کابل چاپ ورځپاڼو په شمال کې د ناامنیو عوامل څیړلي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډیره د هېواد په شمال کې د ناامنیو په عواملو او د دې ناامنیو او داعش په اړه اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې شمال ته ناامني ولې ولیږدول شوه.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې اجرایي ریس دا خبره رد کړه چې ګواکې حکومت دې په دې ناامنیو کې لاس ولري، خو د لیکوال په خبره د داسې پوښتنو ځوابول په الفاظو کې اسان کار دی.

په سرمقاله کې د ښاغلي عبدالله دا خبره هم را اخیستل شوې چې دا ناامنۍ پخوانۍ ریښې لري، خو لیکوال ویلي چې موږ له پخوا سره یوکال واټن لرو او ولس اوس د پخواني وخت ارمان کوي.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سفیر په حواله لیکلي چې په دې هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندیښنې وړ دي.

افغانستان ورځپاڼې بیا همدې مسئلې ته په اشارې د بلخ د سرپرست عطا محمد نوردا خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که شمال له دې زیات ناامنه شي، خپله به لاس په کار شي.

په مطلب کې راغلي چې عطامحمد نور د اوسنیو ناامنیو لامل د حکومتي چارواکو بې غوري ښودلې او ویلې یې دي چې د مخالفینو نفوذ په شمال کې د خلکو ژوند ته یو ګواښ دی.

ورځپاڼې د نوموړي دا خبره هم راخیستې چې ویلې یې دي، که حکومت د شمال په ناامنیو کې همداسې بې غوره پاته شي، دی به د ولس دفاع وکړي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امنیت په نامسئوله وسله والو نه ټينګیږي.

سرمقاله لیکوونکي د عطامحمد نورد خبرو په حواله لیکلي چې نوموړی غواړي په دې ډول څرګندونو سره خپل جایدادونه خوندي کړي او د ولس غم ورسره نشته.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې د امنیت د ټینګښت لپاره باید د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د روانو ناامنیو او له دې سره سم د سولې دهیلو په اړه په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل زاد خبرې را خیستي چې ویلې یې دي، تر څو چې طالبان د جګړې په ډګر کې ماته ونخوري، سولې ته نه حاضریږي.

ورځپاڼې د ښاغلي خلیلزاد دا خبره هم را اخیستې چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG