د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

بادغیس: وسله والو طالبانو د جوند ولسوالۍ نیولې


راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د بادغیس جوند ولسوالي نیولې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا رييس بهالدین قادیسي د ازادۍ راډیو خبریال ته نن وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر جوند ولسوالۍ حمله وکړه او د ولسوالۍ مرکز یې ونیوه.

د ښاغلي قادریسي په وینا ولسوال او امنیه قومندان بلې سیمې ته تللي او که کومکي ځواک ور ونه رسېږي ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.

نور راپورونه وايي چې لا هم په جوند ولسوالۍ کې نښته روانه ده.

XS
SM
MD
LG