د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

په کندز کې د ۱۸ بهرنیو وسله والو جسدونه موندل شوي دي


د کندز والي محمد عمر ساپي ویلي چې په دې ولایت کې په روانه جګړه کې د وژل شویو بهرنیو وسله والو 18 جسدونه موندل شوي دي.

ساپي پرون (شنبه) اسوشیېټډ پرس اژانس ته ویلي چې دا کسان ښايي د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکیې او چیچنیا وګړي وي.

د کندز والي په دې باور دی چې ښايي دا د بهرنیو وسله والو د یوې کوچنۍ ډلګۍ غړي وي چې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې سره یو ځای شوي وو.

د کندز والي محمد عمر ساپي اسوشیېټد پرس ته ویلي چې د دوی په باور؛ دا بهرنیان چې د کندز په جګړه کې ګډون لري، طالبانو ته چې ډېری یې د افغانستان او پاکستان له مدرسو تازه فارغ شوي هلکان دي او د جګړې تجربه نه لري؛ مالي او تخنیکي مرستې کوي.

ښاغلي ساپي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او دا نه ده ثابته چې دا وسله وال په ریښتیا هم د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې غړي دي او کنه.

د کندز پولیسو مشر جنرال عبدالصبور نصرتي اسوشیېټد پرس ته ویلي چې په دې ولایت کې په روانه جګړه کې ښه تجهیز شوي وسله وال لیدل شوي چې مخونه یې پټ کړي وو:

"موږ دلته د اسلامي دولت د وسله والو فعالیت له پامه نه شو غورځولای؛ خو موږ اوریدلي چې د وسله والو په منځ کې هم اختلافات موجود دي."

د کندز په زیاتو سیمو کې له تېرو تقریباً درېیو اونیو راهیسې د حکومتي ځواکو او وسله والو ترمنځ جنګ روان دی.

کندز ته د افغانستان ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

اسوشیېټډ پرس په حواله، مخکې داسې اندښنې وې چې ښايي د وسله والو حمله د کندز ولایت د سقوط سبب شي؛ خو افغان ځواکونه وايي چې وسله وال یې پسې اخیستي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند په وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته وتلي او تهاجمي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG