د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۹

د کندوز چارواکي وايي وسلوال مخالفان د تېښتې په حال کې دي


د افغانستان امنیتي چارواکي د کندز مهمې جبهې ته د اضافي ځواکونو د رسېدو خبر ورکوي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې وسله وال مخالفین د تېښتې په حال کې دي او درانه تلفات ورته اوښتي.

سیدسرور حسیني له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې کندز ته استول شويو اضافي سرتېرو او سیمه ایزو ځواکونو د جګړې په حالت کې ژور بدلون راوستی:

”زیات شمېر تازه ځواکونه له مرکز څخه کندز ته رسېدلي دي او د طالبانو ضد ګڼ شمېر جهادي پاڅونوال او عام خلک چې د طالبانو له ظلمونو په تنګ شوي وو پر خپلو امنیتي ځواکونو ورګډ شوي او له دوو ورځو راهیسې د مخالفینو پرضد د جګړې په ډګر کې دي“

ښاغلي حسیني زیاته کړه چې شاوخوا شپېته تنه وسله وال طالبان په دې عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي چې بهرني جنګیالي هم پکې دي.

د حسیني په وینا په دې جګړو کې د خان آباد ولسوالۍ او مرکز ته نژدې د تلوکه سیمې شاوخوا دېرش کلي له وسله والو تصفیه شوي.

په تېرو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په شنډولو کې ځنډ داسې اندېښنې رابرسېره کړې چې ښايي افغان امنیتي ځواکونه په کندز کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو توان او امکانات نلري خو د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي پراخ پوځي عملیات زیات وخت ته اړتیا لري. نوموړي یادونه وکړه چې د وضعیت کنټرول اوس د دولتي ځواکونو په لاس کې دی:

”د وضعیت اداره د افغان ځواکونو په لاس کې ده. مخالفان د خپلو مړیو د ټولولو په حال کې دي او روحیات یې خورا کمزوري شوي. دوی خپل زیات شمېر مشران، قوماندانان او سرګروپان له لاسه ورکړي دي، اوس مهال ډېر کمزوري روحیات لري“

افغان ځواکونو دوه اونۍ مخکې د کندز ولایت په اړوندو سیمو کې د افراطي وسله والو له حملو وروسته د هغو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په نتیجه کې د سیمې زرګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدسرور حسیني همداراز وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ملکي وګړو او د خپلو سرتېرو د تلفاتو د مخنیوي په مقصد ورو ورو خو په ټینګ عزم پرمخ ځي.

XS
SM
MD
LG