د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۷

د اسلامي دولت ډلې یوه تاجکستاني غړي پر خپلو کړو پښېماني څرګنده کړه


په تاجکستان کې یو ځوان چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوی و؛ خپل هېواد ته ستون شوی او پر خپلو کړو- وړو یې پښېماني څرګنده کړې ده.

فارو شریفوف Farruh Sharifov پرون د پلازمېنې دوشنبې په جامي ماڼۍ کې د ګڼ شمېر خلکو پر وړاندې هغه زړه بوږنوونکې او وېروونکې کیسې بیان کړې چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب پرمهال یې لیدلي.

ده د سوریې په جګړه کې د خپل ګډون کیسې وکړې او ویې ویل چې د داعش بې رحمۍ او وحشت یې په سر سترګو ولیدل. ده وویل چې د داعش وسله والو د څو تنو آذربایجاني تندلارو سرونه د کفر ویلو او د کردانو هغه سازمان ته چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جنګېږي د جاسوسۍ په تور پرې کړل.

نوموړي حاضرینو ته څرګنده کړه چې د دې ډلې وسله وال څنګه له ثبوت؛ تحقیق او مشروع محاکمې پرته خلک وژني:

"په رقا- هغه ښار کې چې زه ترې راوتښتېدم یوه څلورلارې ده چې د مرګ د چوک په نوم یادېږي. هلته د نیزو کتارونه ولاړ دي چې د خلکو سرونه پرې راځړېږي. څوک د جاسوس په نوم او څوک په بل نوم. خو څوک به ثبوت ترې وغواړي. ثبوت نشته."

داسې ښکاري چې د تاجکستان حکومت غوښتل په عام محضر کې د شریفوف د څرګندونو په ښودلو سره له داعش ډلې سره د تاجک ځوانانو د یوځای کېدو مخنیوی وکړي. د تاجک چارواکو د اټکل له مخې اوس مهال شواخوا درې سره تاجکان چې ښځې هم په کې دي؛ په سوریه او عراق کې د داعش په لیکو کې جنګېږي.

په همدې ورځ چې شریفوف له خپلو کړو وړو پښیماني څرګنده کړه د تاجکستان سترې محکمې اعلان وکړ چې په سغد سیمه کې یې نولس کسان د ممنوع ډلې جماعت انصارالله د غړیتوب په تور په بند محکوم کړي دي.

په تېرو پنځو میاشتو کې په تاجکستان کې ۴۷ کسان د انصارالله ډلې د غړیتوب په تور محاکمه شوي. تاجک چارواکي په دې باور دي چې انصارالله د ازبکستان له اسلامي نهضت سره اړیکي لري.

د ازبکستان اسلامي نهضت بیا له القاعده شبکې او هغو ډلو سره په اړیکو لرلو تورن دی چې اسلامي دولت ډلې ته یې بیعت کړی.

XS
SM
MD
LG