د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

اتمر: داعش د افغانستان له لارې خپل وسله وال فعالیتونه غځوي


حنيف اتمر
حنيف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایې، د اسلامي دولت ډله یا داعش د افغانستان د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

محمدحنیف اتمر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وکړې.

ښاغلي اتمرد امنیتي او دفاعي تړون له مخې له افغان ځواکونو سره د امریکا د نه همکارۍ په اړه د سناتورانو د انتقاد په ځواب کې وویل چې د دغه تړون له مخې نړېوال ځواکونه نورپه افغانستان کې پوځي ماموریت نه لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ناامنه کولوکې د بهرنیو جنګیالیو په ځانګړي توګه اسلامي دولت ډلې یا داعش له ونډې اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، د ملي امنیت سلاکار وایې دغه ډله له افغانستان سره ځانګړې لیوالتیا لري.

محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ د مشرانوجرګې استجوابیه غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې دغه ډله غواړي د افغانستان له لارې د سیمې نورو هېوادونوته هم خپل وسله وال فعالیتونه وغځوي:

″داعش په یوه سیمه ییز او نړېوال تروریستې سازمان بدل شوی او افغانستان ته خاصه لیوالتیا لري.

یوعلت یې دا دی څو د افغانستان له لارې وکړای شي د منځنۍ اسیا هېوادونه او د افغانستان نور ګاونډي له ګواښ سره مخامخ کړي.″

نوموړي وویل چې حکومت د دغې ډلې ګواښ ته متوجې دی او په وړاندې یې ځیني اقدامات کړي.

ښاغلي اتمرپه ځانګړي توګه په هلمند کې د اسلامي دولت ډلې د سیمه ییزمشر وژنه د همدې ډلې پر وړاندې د حکومت له اقداماتو څخه یاده کړه.

د ملي امنیت سلاکار وویل چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتوپه نتیجه کې زیات شمېروسله والې ډلې لکه د پاکستاني طالبانو تحریک، لشکر طیبه، القاعده، د اسلامي دولت یا داعش وسله وال، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي او داسې نور وسله وال افغانستان ته را اوښتي او له زابله تر بدخشانه په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

محمد حنیف اتمرهمدا راز وویل، د افغانستان د شمال نا امني د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د ناامنه کولو د ستر پروګرام یوه برخه ده.

ښاغلي اتمرد سناتورانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د امریکا متحده ایالت او ناټو د امنیتي تړونونو له مخې له افغان ځواکونو سره همکاري نه کوي، وویل چې دغه ځواکونه اوس په افغانستان کې پوځي ماموریت نه لري.

ده همدا راز وویل چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړونونه په تیروڅلورو میاشتو کې په عملي توګه تطبیق شوي او نړېوال د افغان ځواکونو تمویل، تجهیز او روزنې ته په سمه توګه دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونه د اړتیا په حد کې وسلې او وسایل لري خو په وینا یې لاهم دغه ځواکونه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د نشتون له اړخه له ستونزو سره مخامخ دي.

خو ښاغلي اتمرد خپلو خبرو په دوام وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون ټولې هغې غوښتنې نه شي پوره کولای چې ترې تمه کیږي:

″په ټوله کې کومه تمه چې له نړېوالو او د افغانستان له متحدینو کیږي، دا تړون هغه چوکاټ نه شي را منځته کولای.

دا ځکه چې موږ پریکړه کړې چې امنیتي مسولیتونه ټول خپلو وسله والو ځواکونو ته انتقال کړو.″

اخوا یو شمېرسناتورانو د سې شنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې د ملي امنیت سلاکارپه څرګندونو قناعت ونه کړ.

یوله همدغو سناتورانوڅخه شیرمحمد اخوند زاده دی:

″تاسو په ډیرلنډ وخت کې دا تړون لاسلیک کړچې څلور ویشت ساعتونه به هم نه وي ورباندې تیر شوي.

ایا دا تړون چې موږپه دومره اخلاص له امریکا سره لاسلیک کړ، نتیجه یې څه شی شوه.

د دې وطن حالت خو مخ په خرابیدو روان دی.″

په افغانستان کې د ناامنیو زیاتیدو په داسې حال کې اندیښنې رامنځته کړي چې د افغانستان یو شمېر سیمې په ځانګړي توګه شمال ختیځ ولایتونه په وروستیو کې د سختو ناامنیو شاهد و.

کارپوهان وایي، افغان ځواکونه سږکال له سخت ازمویښت سره مخامخ دي او باید په سمه توګه تجهیز شي.

دوي وایې که افغان ځواکونه سم رهبري شي او لازمه همغږي ولري نو کولای شي په اوسنیو امکاناتوهم د وسله والو پر وړاندې مبارزه کې بریالي شي.

XS
SM
MD
LG