د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

ولسي جرګه د روانو ناامنیو په اړه د افغان امنیتي مسوولینو ځوابونه د قناعت وړ نه بولي


د ولسي جرګې اکثر غړي وايي، په افغانستان کې د روان ناوړه امنیتي وضعیت په اړه امنیتي چارواکو د دوی پوښتنو ته سم ځواب نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر؛ د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي؛ د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل، د دفاع وزارت مرستیال عنایت الله نظري او د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مرادعلي مراد ورغلي وو.

غونډه ولسي جرګې ته د امنیتي چارواکو له ورتلو سره سم سري اعلان شوه او پنځه ساعته یې دوام وکړ.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې امنیتي مسوولینو د قناعت وړ ځوابونه وړاندې نه کړل.

ښاغلي قدیر د ملي امنیت د عمومي رییس په حواله وویل چې وسله والو مخالفینو د ډېرو مالي امکاناتو په ترلاسه کولو سره خپلو حملو ته زور ورکړی دی:

"زه خپله هیڅ وخت په دې نه قانع کیږم چې امنیت تامین شوی دی یا نیول کیږي. زه نه یم قانع. د نا امنیو د زیاتوالي یو لامل دا دی چې د وسله والو مخالفینو مالي امکانات زیات شوي دي.

د ملي امنیت رییس نن په خپلو خبرو کې وویل چې وسله والو مخالفینو یواځې په هلمند کې په یوه کال کې له مخدره موادو؛ کانونو او نورو برخو نه ۱۷۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي."

ښاغلي قدیر همداراز د افغان هوايي ځواک کمزورتیا او د امکاناتو نشتوالی د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې د افغان پوځیانو د پاتې راتلو نور لاملونه وبلل.

ولسي جرګې وروسته له هغه افغان امنیتي چارواکي دې جرګې ته وغوښتل په شمال ختیځو ولایتونو په تېره کندز او بدخشان کې نا امنۍ خپل اوج ته ورسیدلې.

که څه هم د ولسي جرګې دا استجوابیه غونډه پنځه ساعته د بندو دروازو تر شا روانه وه؛ خو وکیلانو ویل چې امنیتي چارواکو نه غوښتل حقایق روښانه کړي.

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي وویل چې امنیتي چارواکي یا د جګړو له سیمو معلومات نه لري او یا هم نه غواړي خلک له رښتیا خبر کړي:

"قطعاً قناعت نه لرو. د کورنیو چارو وزیر خبرې مو واوریدې هیڅ یې خبرې د قناعت وړ نه وې. یا یې خبرې دقیقې نه دي، کشفي سرچینې یې سم معلومات نه ورکوي یا غواړي په لاسي د افغانانو ذهنیتونه منحرفه کړي او واقعیتونه ونه وايي."

د ولسي جرګې د نن ورځې تر استجوابیه غونډې وروسته هیڅ یوه امنیتي چارواکي ونه غوښتل چې له رسنیو سره خبرې وکړي.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې افغان حکومت باید د شعار او خبرو پر ځای د عمل په ډګر کې ثابته کړي چې د افغانانو له ژوند او مال دفاع کوي.

دوی وړاندیز کوي چې حکومت باید شمال ختیځو سیمو ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره زیات سرتیري ولیږي او د اړتیا په صورت کې دې له بهرنیو پوځیانو مرسته وغواړي که نه نو حالت به له کنټروله ووځي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG