د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ځينې وکيلان د روانو ناامنیو پړه د حکومت پر مشرانو اچوي


د ولسي جرګې ځینې غړي د موجوده حکومت مشران تورنوي چې د هېواد او په تېره د شمالي ولایتونود ناامنیو پروړاندې بې پروايي ښيي.

د هیواد په شمال او په تیره د کندز په ولایت کې د وسله والو مخالفینو د حملو د زیاتیدو وروسته؛ ولسي جرګه د روانو نا امنیو پړه د موجوده حکومت پرمشرانو اچوي.

د دې جرګې ځینو غړیو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې روانې ناامنۍ خطرناکې وبللي او د حکومت پرمشرانو یې انتقاد وکړ چې د دې ناامنیو پر وړاندې بې تفاوته دي.

د جرګې غړې فاطمې عزیز وویل:

"د افغانستان او په تیره د کندز د خلکو د شهیدېدو او در په در کېدو مسوولیت د ملي یووالي د حکومت د د واړو مشرانو پر غاړه دی.

باور وکړئ چې په دې موضوع کې د حکومت مشرانو معامله کړې ده؛ د دوی په مخکې ځوانان وژل کیږي؛ خو دوی يې پروړاندې بې تفاوته دي."

په عین حال کې د ولسي جرګې یوشمېر نورو غړیو د هېواد په شمال کې د زرګونو نویو وسله والو مخالفینو پر ځاې پرځای کېدو اندیښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې که مخه يې ونه نیول شي؛ د هېواد شمالي ولایتونه به له نورو ناامنیو سره هم مخ شي.

د جرګې غړي غلام فاروق مجروح وویل چې یوشمېر کسانو ته پیسې ورکول کیږي چې له مخالفینو څخه ملاتړ وکړي:

"همدا اوس په زرګونو وسله وال، شمال ته د تلو په حال کې دي او سل په سلو کې حقیقت دی چې په جنګي لیکو کې ورګډیږي.

ترکومه ځایه چې موږ ته خبرونه رارسیدلي؛ نوي کسانو ته په ورځ کې دوه زره افغانۍ منل شوي دي چې په جنګ کې د مخالفینو ملاتړ وکړي."

په عین وخت کې د ولسي جرګې غړیو د امنیتي ارګانونو مورال او سرښندنې وستایلې، خو دا یې هم وویل چې له امریکا سره د امنیتي سند تر لاسلیک وروسته بیا هم؛ افغان امنیتي ځواکونه تجهیز شوي نه دي.

تېره ماشت د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د مخالفینو له بریدونو وروسته؛ مخالفینو کندز ولایت ته مخه کړې او شاوخوا دوه اوونۍ کیږي چې د دې ولایت ځینې سیمې لکه د امام صاحب، ګل تیپه، قلعه ذال او د چاردرو سیمې يې ناامنه کړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي له حکومته وغوښتل چې د مخالفینو د حملو مخنیوي ته دې امنیتي کمربندونه پراخ او غښتلي کړي.

د حکومت د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت په ټول توان هڅې کوي چې د هېواد په روان وضعیت کې مثبت بدلون راولي:

"د امنیت تامینول د حکومت په لومړیتوبونو کې دی. حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې دې موضوع ته هڅې جاري ساتلي دي. د افغانستان امینت کورني او بهرني اړخونه لري چې په دې برخه کې هم کار شوی دی.

په دې کې شک نشته چې په هېواد کې ناامني شته؛ خو حکومت ورته نوې تدابیر نیولي او له پلي کېدو سره به یې روانې ستونزې ورکې شي."

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د حکومت مشران د ناامنیو د ختمولو لپاره له امنیتي ارګانونو سره نږدې اړیکې لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ویل کیږي؛ په دې وروستیو کې د هېواد شمالي ولایتونه د نورو په نسبت ناامنه شوي دي.

خو امنیتي ارګانونه وايي چې د مخالفینو د ځپلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي او د مخالفینو تر بشپړو ځپلو پورې به دوام وکړي.

څیړونکي اوعام خلک وايي چې حکومت باید د اوسنیو ناامنیو د له مینځه وړلو لپاره هڅې جدي کړي او ژرترژره دې د دفاع وزارت او ولایتونو ته مسووولین وټاکي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG