د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ولسي جرګې په قطر کې د سولې د خبرو په اړه خوشبيني وښوده


د ولسي جرګې او د سولې د عالي شورا یو شمیر غړي په قطر کې د سولې د خبرو په اړه خوشبیني ښيي.

که څه هم چې لا تر اوسه په قطر کې د سولې په اړه د جوړېدونکي دوه ورځني کنفرانس اجنډا معلومه نه ده؛ خو د ولسي جرګې او د سولې د عالي شورا غړي دغه خبرې ګټورې ګڼي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل؛ له هر راز خبرو څخه چې د افغانستان د سولې په اړه کیږي هرکلی کوي.

که څه هم چې ویل شوي چې په قطر کې کېدونکی کنفرانس د سولې په اړه څیړنیزو کنفرانس دی؛ خو ښاغلی احمد زی وايي چې د سولې په اړه هر راز خبرو کې باید د ملي شورا غړي ګډون وکړي:

"هرې هغه خبرې چې د سولې لپاره وي؛ موږ یې تقدیروو، خو یو اعتراض موږ لرو، باید په دې هیات کې حتماً د ملت له نماینده ګانو د دواړو مجلسونو اعضا باید موجود وای چې موږ وکولای شوای په روښانه طریقې سره خپلو ولسونو ته قناعت ورکړو.

تاسو وګورئ موږ د ډیر وخت نه نارې وهو چې موږ سولې ته بیخي نږدې شوي یو؛ نو موږ خو دغه نږدې کېدا تر اوسه پروې په عملي بڼه نه دی لیدلی."

د راپورونو له مخې د پګواش په نامه یوې کاناډایۍ نړیوالې موسسې په قطر کې د سولې په اړه یو څیړنیز کنفرانس جوړ کړی دی.

په هغه اعلامیه کې چې طالبانو خپره کړې؛ ویل شوي چې په دغه کنفرانس کې به د طالبانو له خوا د محمد عباس ستانکزي په مشری اته تنه ګډون وکړي.

په اعلامیه کې د مولوي جان محمد مدني؛ مولوي سیدرسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبدالسلام حنیفي، محمد سهیل شاهین او حافظ عزیز الرحمن نومونه هم راغلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه کنفرانس کې د دغو طالب استازو د ګډون هدف د سولې او مذاکراتو د خبرو په معنی نه دی.

ویل کیږي چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د سولې د عالي شورا یو هیات هم دوحې ته تللی دی.

د سولې د شورا غړی مولوی قلم الدین د سولې په اړه رسمي او غیر رسمي خبرې ګټورې ګڼي:

"د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې مذاکرات شروع شي؛ که هغه رسمي وي که غیر رسمي وي؛ اوس چې مذاکرات قطر کې شروع کیږي؛ که هغه غیر رسمي هیات هم تللی وي؛ دا ډېر د خوشالتیا خبره ده او ډیره امیدوار کننده خبره ده؛ لپار د رسمي مذاکراتو، همدغه غیر رسمي مذاکرات دي چې رسمي مذاکراتو ته زمینه برابروي."

د افغانستان د سولې د شورا غړو او طالب استازو پخوا تر دې هم د سولې په اړه ورته بحثونو کې ګډون کړی و چې د بیلګې په توګه په جاپان کې له دغو خبرو یادونه کولای شو.

خو په قطر کې د سولې د خبرو په اړه په داسې حال کې راپورونه خپریږي چې لا تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل اصلي ځای او نېټه څرګنده نه ده.

کارپوهان وايي، باید حکومت له دې لپاره د سولې د خبرو د پیل لپاره بېړه وکړي چې د سږني پسرلي جګړې په هېواد کې بیساري دي او که دغو جګړو ته د پای ټکی کېنښودل شي؛ نو ښايي چې نور درانه تلفات او بد عواقب به ولري.

XS
SM
MD
LG